نتنیاهو ټرمپ ته د هغه د بري مبارکي ورکړه

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ټرمپ ته د هغه د بري مبارکي ورکړه او د هغه بریا یې سپینې ماڼۍ ته «یو تاریخي ستنېدنه» وبلله.

هغه وویل، دغه بېرته راستنېدنه د امریکا لپاره د یو نوي پیل په مانا ده چې د امریکا او اسراییل تر منځ پیوستون به نور هم پیاوړی او غښتلی کړي.