• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېلان ماسک د ټرمپ په بریا کې څه رول لوبولی؟

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د ایکس ټولنیزې شبکې خاوند او د ټیسلا او سپیس ایکس مدير اېلان ماسک د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ کې مهم رول لوبولی. هغه خپله ټولنیزه اېکس شبکه د یوې پیاوړې وسیلې او خلکو د زيات ګډون په توګه کارولې؛ تر څو د ټرمپ په ګټه د ځوانانو رایې راجلب کړي.

په ورته وخت کې د ټرمپ په بریا سره د اېلان ماسک د ټیسلا ونډې ۱۳ سلنه وده کړې.

ټرمپ اعلان کړی و، چې که هغه ټاکنې وګټي نوموړی به د ټیسلا او ایکس ټولنیزې شبکې مالک اېلان ماسک د حکومتي لګښتونو د پلټنې د مشر په توګه وټاکي او د پراخو اصلاحاتو د پلي کولو مسوليت به په غاړه ولري.

ماسک د لومړنیو پایلو له اعلان سم دستي وروسته په ایکس (پخواني ټویټر) کې ټرمپ ته مبارکي وویله او پایله یې «نه مخنيوي کېدونکي» او «د بدلون لپاره روښانه دستور» وبلله.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

•
•
•

نور کیسې

سي اېن اېن : د ټرمپ بریا ممکن له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۰
سي اېن اېن : د ټرمپ بریا ممکن له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي
100%

سي اېن اېن په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو سره ښايي اوکراین ډېر ژر له روسیې سره په جګړه کې د امریکا پام وړ ملاتړ وبایلي. د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ټرمپ ویل، چې دی به په اوکراین فشار راوړي، چې له روسیې سره اوربند وکړي.

د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ټرمپ ویل، چې دی به په اوکراین فشار راوړي، چې له روسیې سره اوربند وکړي

د ټرمپ بریا په داسې حال کې ده، چې روسي ځواکونه په ختیځ دونباس سیمه کې پرله پسې پرمختګ کوي، چې ولادیمیر پوتین پلان لري؛ څو دغه سيمه په بشپړه توګه د روسیې له خاورې سره یوځای کړي.

د اوکرایین لوی درستیز الکساندر سيرسکي د شنبې په ورځ په ټيلیګرام کې په يوه بیان کې وویل، چې په لومړۍ کرښه کې وضعیت «ډیر ستونزمن» دی او ځینې سیمې «د اوکرایني ځواکونو دوامداره نوي کولو ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې، روسیه د شمالي کوریا د تازه ځواکونو په مرسته د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو په حال کې ده.

امریکايي چارواکو ويلي، چې د شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ زره سرتېري د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي او تمه ده، چې په راتلونکو ورځو کې د اوکراین پر ضد جګړې ته داخل شي.

د روسي ځواکونو دغه پرمختګ په داسې حال کې کېږي، چې اروپايي لوی هېوادونه او امریکا له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین تر شا ولاړ دي.

د بایډن ادارې اوکرایین ته د وسلو او مالي مرستو په نوم لسګونه میلیارده ډالر ورکړي دي.

مخکي له دې چې ټرمپ اداره په لاس کې واخلي د بایډن اداره پلان لري، چې کییف ته د اعظمي ملاتړ چمتو کولو ته دوام ورکړي.

خو د بایډن برعکس ټرمپ په مکرر ډول د پوتین ستاینه کړې او په تکرار ډول یې د اوکراین په ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې د هغه سره پیچلي تاریخ لري نیوکې کړي دي.

د طالبانو دفاع وزیر له هندي پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰
د طالبانو دفاع وزیر له هندي پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې
100%

طالبان وايي د دې ډلې د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب نن په خپل دفتر کې د هند له یوه پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د هندي پلاوي مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي پي سینګ کوله.

جي پي سېنګ د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو برخې مسوول دی.

د طالبانو دفاع وزارت وزارت په خپل اېکس کې زیاتوي: «په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.»

طالبان وايي په دې لیدنه کې ملا یعقوب مجاهد او جي پي سینګ د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.

له حامد کرزي سره لیدنه

دغه هندي پلاوي نن په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.
په دې لیدنه کې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

همدارنګه ښاغلي کرزي له نوي ډېلي هیله کړې چې د افغان ځوانانو د زدکړې، راکړې ورکړې او د خپلمنځي سفر لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو واکمنېدو سره هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو نږدې یو کال وروسته یې بیا پرانیست.

کابل ته د هندي پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره میاشت له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د هند او افغانستان ترمنځ د ویزو او سفر اسانولو لپاره به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

طالبانو په خوست کې د ژمن او لونګ په نوم دوه راډیوګانې بندې کړې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰
طالبانو په خوست کې  د ژمن او لونګ په نوم دوه راډیوګانې بندې کړې
100%

په خوست کې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د ژمن او لونګ په نوم دوه خصوصي رادیووې بندې کړې.

ژمن په زیګنال کې د موسیقۍ د نشر او لونګ هم تعلیمي پروګرامونو کې د نجونو د اړیکې له امله تړل شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم یوه اعلامیه کې وايي، د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو نن په خوست کې د ژمن په نامه د یوې خصوصي راډيو دفتر تړلی.

دغه مرکز د طالبا نو له لوري د راډیو د بندېدو لامل د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ شتون یاد کړی دی.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژر دي ژمن راډيو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول شي.

په دې اعلامیه کې د لونګ راډیو د نشرانو بندېدو ته اشاره نه ده شوې.

لونګ له نږدې اتو میاشتو راهیسې په خوست کې د زدکړو په تېره د نجونو د راډیويي زدکړو د چارو لپاره یوه معیوب ځوان فعاله کړې ده.

زدکوونکې د خپلو تعلیمي چارو د ښه والي لپاره له دې راډیو سره تماس نیسي، خو طالبانو دا ډول تماسونه هم بند کړي دي.

تر دې وړاندي طالبانو د لړم په ۱۰ مه په خوست کې د غرغښت په نوم راډيو هم د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ له کبله تړلې وه، چې وروسته یې بيرته د فعالیت اجازه ورکړه.

په خوست کې طالب استخباراتو، امربالعمروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبردارۍ ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند دي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ نوې احتمالي پالیسي څه ده؟

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۰
د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ نوې احتمالي پالیسي څه ده؟
100%

که څه هم په امریکا کې د ولسمشر بدلون د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې بېړنی بدلون نه رامنځته کوي؛ خو په منځمهال کې ښايي یو شمېر پالیسۍ او نظریات تغیر وکړي.

د افغانستان او طالبانو په تړاو د ټرمپ د پالیسۍ شالید ته که وکتل شي نو جوته به شي چې په مختلفو پړاوونو کې یې تغیر کړی دی.

د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لومړی د اسیا لپاره د هغه پالیسي د طالبانو او پاکستان په مطلق زیان و او بیا د دغې پالیسۍ نه تطبیقېدل او له طالبانو سره مذاکرات کول د افغاستان په تړاو د ټرمپ یوه کاملاً نوې او د افغانستان خلکو ته حیرانوونکې پالیسي وه.

وروسته له هغې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات وشول او جمهوري دولت په مطلق ډول له دغو خبرو لرې وساتل شو او په پایله کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط او طالبان واکمن شول ټرمپ بیا د بایډن ادارې په دغې کړنې توندې نیوکې وکړې.

هغه وویل چې د ده ادارې نه غوښتل چې له افغانستانه په دا ډول شرموونکې حالت ووځي او ده غوښتل چې باګرام وساتي.

ټرمپ څو ځله په خپلو کمپایني غونډو کې د باګرام د هوايي اډې یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوس پکې چینایان اوسیږي.

همدا راز یې په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو او وسایطو یادونه کړې ده، چې باید په اړه یې حساب وشي.

د ټرمپ ویناو، شالید او پخوانیو اظهاراتو ته په کتو د افغانستان په اړه د ټرمپ بهرنۍ پالیسي له څو مهمو محورونو څخه جوړه ده.

د هغه بهرنۍ پالیسي به احتمالاً د طالبانو پر وړاندې د سخت دریځ، سیمه‌ییزه همکاري او اقتصادي فشارونو پر اساس وي.

ټرمپ به په خپله دویمه دوره کې طالبان تر فشار لاندې ونیسي چې یا نړۍوال معیارونه ومني، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه او یا هم په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو بربنډ ملاتړ وکړي.

که څه هم طالبان په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو مخالفت نه کوي او په مرموزه بڼه یې ملاتړ کوي؛ خو له طالبانو سره د روسیې او چین نېږدې کېدل په امریکا کې د افغانستان په تړاو منفي ګونګوسې راپورته کړي دي.

ټرمپ به کله هم د افغانستان د راتلونکي لپاره سیمه‌ییزه ملاتړ جلب نه کړي او د امنیتي ثبات لپاره پر سیمه‌ییزه همکارۍ باور نه لري.

د ټرمپ لپاره لومړیتوبونه به د امریکا امنیتي ګټې وي، چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د بیا ظهور مخنیوی او د کډوالو او قاچاقو کنټرول پکې شامل دي.

له طالبانو سره د خبرو او یا محدود تعامل امکانات هم شته، خو په عمومي ډول، د ټرمپ پالیسي به له طالبانو سره د فشار او کنټرول پر محور ولاړه وي.

ټرمپ به په سیمه کې د امریکا د نفوذ لپاره سیمه‌ییزه ستراتېژي او په سیمه کې د امریکا د امنیت ساتلو لپاره اوږدمهاله پلانونه هم ولري.

۱. د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ او د فشار زیاتول

د ډونالډ ټرمپ سیاستونه چې هغه په ۲۰۱۶-۲۰۲۰ کې عملي کړل، د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ د فشار راوستلو په برخه کې قوي وو.

که څه هم چې په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافق وشو، بیا هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری شو او د پاکستان په مرسته طالبان غښتلي شول؛ خو دا ځل دا امکان شته چې ټرمپ د طالبانو پر حکومت نظامي او اقتصادي فشارونه زیات کړي. دا به تر ډېره د طالبانو له لوري د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو د حقوقو د نقض په پار وي؛ خو تر شا یې د پټ تعامل څرکونه هم لیدل کیږي.

۲. له طالبانو سره محدود تعامل

که څه هم ټرمپ به له طالبانو سره مستقیماً تعامل کولو ته ډیر لیوال نه وي، خو هغه ممکن له طالبانو سره د محدودو مذاکراتو او خبرو ملاتړ وکړي ترڅو طالبان وهڅوي چې په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره بدلونونه رامنځته کړي.

د طالبانو څخه د نړۍوالې ټولنې مهمه غوښتنه د ترهګرۍ ضد ژمنې دي او امکان لري چې ټرمپ طالبان د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره تر فشار لاندې ونیسي.

۳. اقتصادي بندیزونه او مالي فشارونه

د طالبانو حکومت له پرله‌پسې اقتصادي ستونزو سره مخ دی. ټرمپ به د دې اقتصادي ستونزو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

د امریکا او نړۍوال بانک له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل ساتل او د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه به احتمالا پر خپل ځای پاتې وي او ممکن نور بندیزونه هم پلي شي.

د ډالرو د اونیزو بستو پر لېږد هم ښايي بندیز ولګیږي چې له امله به یې د طالبانو حکومت اقتصادي زیان وویني.

۴. د افغانستان د راتلونکي لپاره اوږدمهاله پلان

که څه هم ټرمپ د امریکا د نظامي شتون د کمولو لپاره هڅې کړې دي، خو هغه به د افغانستان په اړه یو اوږدمهاله امنیتي پلان ولري.

دا پلان به تر ډېره په سیمه‌ییز امنیتي ثبات او د ترهګرۍ پر ضد جګړه متمرکز وي. ټرمپ شاید د افغانستان څخه د کډوالو مخنیوي، د نشه‌یي توکو د قاچاق کنټرول او د ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعده د بیا ظهور مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

۶. په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت

ټرمپ به احتمالاً د طالبانو په حکومت کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه جدي دریځ غوره کړي.

هغه به هڅه وکړي چې د نړۍوالې ټولنې په مرسته طالبان وهڅوي چې نړۍوال معیارونه ومني او خپل سیاستونه اصلاح کړي.

پایله

د ډونالډ ټرمپ سیاستونه به په دوو برخو ویشل شوي وي؛ یو له طالبانو سره سخت دریځ او اقتصادي فشارونه او بل له طالبانو سره د محدودو تعاملاتو او خبرو اترو امکانات.

ټرمپ به هڅه وکړي چې طالبان د نړۍوالو قوانینو او معیارونو منلو ته اړ کړي، ترڅو افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل نه‌شي او د امریکا ملي ګټې خوندي وساتل شي.

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۳ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب