مکرون او ټرمپ د سولې او ثبات د راستنېدو په اړه پر خپلې لېوالتیا ټینګار وکړ
د ډونالډ ټرمپ د بیا ولسمشر کېدو له اعلان وروسته امانوېل مکرون له نوموړي سره په ټلیفوني خبرو کې د «سولې او ثبات» د راستنیدو په اړه پر خپلې لېوالتیا ټینګار وکړ.
په دغو خبرو کې امانوېل مکرون او ډونالډ ټرمپ د "سولې او ثبات د راستنېدو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
د الیزه ماڼۍ اعلان وکړ، چې د فرانسې ولسمشر او ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکي نوماند له ولسمشر کېدو وروسته په خپلو لومړنیو ټلیفوني خبرو کې د "اوسنيو لویو نړۍوالو ناورینونو" په وړاندې د "سولې او ثبات د بېرته راستنېدو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د الیزه ماڼۍ بیانیه کې راغلي، په دې خبرو کې چې ۲۵ دقیقې یې دوام وکړ، د فرانسې ولسمشر د اروپا د رول پر اهمیت ټینکار وکړ او ولسمشر ټرمپ ته یې وویل، چې د کار له پیلولو وروسته یې غواړي له نوموړي سره دې خبرو اترو ته دوام ورکړي او په دې مسایلو په ځانګړې توګه د اوکراین او منځنۍ ختیځ د ناخوالو د پایته رسولو په اړه سره همکاري وکړي.