خواجه اصف: ګومان نه کوم، چې ټرمپ به د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ویلي، چې د دوه اړخيزو اړيکو په اړه به له امريکا سره اوږه په اوږه کار کوي؛ خو د اړتیا په صورت کې به مخالفت هم ورسره کوي.

نوموړي له جیونیوز سره په یوې مرکه کې د امریکا د ټاکنو په اړه ویلي، چې په غزه، لبنان او عراق کې اوربند اړین دی او په دې اړه د نړۍوالو هڅو او ګامونو اړتیا لیدل کېږي.
خواجه اصف ویلي، نسل وژنه باید ودرول شي او د امریکا نوی حکومت باید د اوربند لپاره اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې: «موږ داسې فکر نه کوو، چې ټرمپ به د عمران خان د خوشې كولو غوښتنه وكړي، امریکا به د یو کس پر سر له نورو سره خپل اړیکي نه خرابوي۔»