زېلېنسکي: اوکراین کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو په اړه د ټرمپ له پلانه خبر نه یم
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د هنګري په بوداپست کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې هغه د اوکراین د شخړې د سمدستي پای ته رسولو لپاره د ډونالډ ټرمپ له پلان څخه خبر نه دی.
هغه وویل، چې د دې پلان په اړه یې د امریکا له منتخب ولسمشر سره خبرې نه دي کړي.
زېلېنسکي زیاته کړه، چې په دې باور دی چې ټرمپ غواړي جګړه ژر پای ته ورسوي، خو دا په دې معنی نه ده چې دا کار به خامخا کیږي.