ایران: هغه څه چې د ایران لپاره مهم او د ارزونې وړ دي د امریکا د حکومت کړنې دي

‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، هغه څه چې د ایران لپاره مهم او د ارزونې وړ دي د امریکا د حکومت کړنې دي.

ایرانۍ رسنۍ اېرنا په اېکس پاڼه د ښاغلي بقایي له قوله لیکلي دي، چې د امریکا د ولسمشر ټاکل د هغه هېواد د خلکو مسوولیت و.
هغه زیاته کړې ده:« موږ د امریکا د پخوانیو بېلابېلو دولتونو له پخوانیو سیاستونو او تګلارو څخه ترخې تجربې لرو.»
د هغه په وینا، ټاکنې د تېرو ناسمو تګلارو د بیا کتنې لپاره یو ښه فرصت کېدای شي.