• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ په کابینه کې د مهمو شخصیتونو په اړه اټکلونه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۲ GMT+۰

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ډېر ژر د خپلې کابینې د غړو په ټاکلو پیل وکړي. د امریکا په نوي حکومت کې د مهمو پوستونو لپاره د ریچارډ ګرنل، مایک پمپیو او ایلون ماسک په څېر شخصیتونه د احتمالي کاندیدانو په توګه مطرح شوي دي.

سپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د انتقال ټیم ​​ویلي، چې هغه به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د خپلې کابینې د غړو ټاکل پیل کړي.

لینډا مک ماهون او هاوارډ لوټینیک، د انتقال دټیم چارواکو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ټرمپ ته به د کارپوهانو پراخ لېست چمتو او هغه ته به یې وړاندې کړي.

دوی ویلي، چې ټرمپ به داسې کسان غوره کړي چې د امریکا د خلکو د ژوند لګښت، مصونیت او امنیت په ښه کولو کې د هغه د پالیسیو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د اېکس او سپیس اېکس کمپنیو مالک ایلن ماسک په څېر ځینو کسانو ته اشاره کړې وه، چې غواړي حکومت کې یې ځای ولري.

همدا راز، امریکايي رسنیو د ټرمپ په اداره کې د احتمالي څېرو د شتون په اړه اټکلونه کړې دي.

دلته پر هغو کسانو چې ښايي د ټرمپ په حکومت کې ځای ولري، یو نظر تېرو:

ریچارډ ګرنل: د امریکا د ملي استخباراتو پخوانی مشر ریچارډ ګرنل، د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د ټرمپ له نږدې سلاکارانو څخه بلل کېږي او د ملي امنیت د سلاکار د څوکۍ لپاره یو له مهمو انتخابونو څخه دی. هغه په ​​استخباراتو او ډیپلوماسۍ کې پراخه تجربه لري، او د هغه نظریات د ټرمپ له پالیسیو سره سمون لري. که چیرې هغه پر دغه څوکۍ وټاکل شي، ښايي د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې د اهدافو په تعقیب کې اغېزمن رول ولوبوي.

سوزي وایلز د ټرمپ د ولسمشرۍ په کمپاین کې یو له مهمو کسانو څخه شمېرل کیږي او ممکن د هغه د راتلونکي دفتر مشره شي.

د کورني پالیسۍ پخوانی سلاکار بروک رولینز د دې موقف لپاره بل انتخاب دی.

رابرټ ایف کینیډي جونیور د متحده ایالاتو په ټاکنو کې خپلواک نوماند و، چې د ټرمپ په ګټه له سیالۍ څخه ووت. ټرمپ ویلي دي چې له هغه به د خوړو او درملو په څانګه کې کار واخلي. رابرټ کینیډي د متحده ایالاتو د مشهور ډیموکراټ ولسمشر جان ایف کینیډي وراره دی.

مایک پومپیو، د ټرمپ د لومړۍ دورې د ډېرو لوړ پوړو چارواکو برعکس، هغه ته وفادار پاتې شو او په هغه یې نیوکې ونه کړې. افغانان هغه د دوحې د تړون د لاسلیکولو او د دوحې په خبرو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر عبدالغني برادر سره د لیدو له امله پېژني. هغه مخکې د سي ای اې مشر او د ټرمپ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې. اوس ویل کیږي چې غالباً د امریکا د دفاع وزارت ورکړل شي.
امریکايي میلیاردر ایلن ماسک په دې ټاکنو کې د ټرمپ تر څنګ ولاړ و او د هغه ټاکنیز کمپاین ته یې میلیونونه ډالر مرسته وکړه. ټرمپ مخکې ویلي و، چې هغه به ماسک ته د دولتي لګښتونو د کمولو او د فدرالي حکومت د منابعو د غوره کارولو مسوولیت ور وسپاري.

د فدرالي حکومت د لګښتونو کمول د ټرمپ او د هغه د رای ورکونکو د خوښې وړ موضوعاتو څخه دي. په امریکا کې د حکومت پر بروکراسۍ او په دولتي پروژو کې د مالیه ورکوونکو د پیسو پر ضایع کېدو نیوکې کېږي.

جیمي ډیمون، د جي پي مورګان کمپنۍ او چیس بانک اجراییوي مسول، د هغو خلکو له جملې څخه دی چې د خزانې وزارت ورکول کیدای شي. د رویټرز په وینا، ډیمون ته یوې نږدې سرچینې ویلي، چې هغه د ټرمپ ادارې ته د داخلیدو لېواله نه دی. ډیمون د امریکا یو له نامتو بانکي مدیرانو څخه دی او د هغه نوم تل په اقتصادي حلقو کې مشهور دی.

سکاټ بسنټ، د ټرمپ یو له لوړ پوړو اقتصادي سلاکارانو څخه دی، د خزانې وزارت لپاره یو له اصلي انتخابونو څخه ګڼل کیږي. بسنټ د پانګونې ې په برخه کې تجربه لري او د ییل پوهنتون د پخواني استاد په توګه د دې موقف لپاره یو اغیزمنه کس بلل کیږي. مالي او پانګونې مسایلو کې د بسنټ تجربې او د ټرمپ له اقتصادي ټیم سره د هغه نږدې اړیکې هغه د دې موقف لپاره په یوه جدي کاندید بدل کړی.

جان پالسون، میلیاردر او د "پالسون" د پانګونې صندوق مدیر، هم د ټرمپ له خوا د خزانې وزارت لپاره یو له احتمالي کاندیدانو څخه یاد شوی دی. د شتمنیو د مدیریت او د پانګونې په برخه کې د هغه د پراخې تجربې له امله، پالسون د امریکا په مالي بازارونو کې یو له مشهورو شخصیتونو څخه دی، او د خزانې د وزیر په توګه د هغه انتخاب په اقتصادي پالیسیو او مالي بازارونو باندې د ټرمپ د ادارې زیات تمرکز څرګندولی شي.

لایټ هایزر، وکیل او حکومتي چارواکی چې مخکې یې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د متحده ایالاتو د سوداګرۍ استازي په توګه دنده ترسره کړې، د سوداګرۍ پالیسۍ پلي کولو کې د هغه د تجربې له امله د ټرمپ د خزانې وزارت لپاره احتمالي انتخاب دی. که چیرې هغه د خزانې وزارت مشر شي، ښایي د ټرمپ اداره به پر نویو سوداګریزو تګلارو ډېره متمرکزه کړي.

د فلوریډا سناتور مارکو روبیو، د بهرنیو چارو وزارت لپاره احتمالي کاندید بلل کیږي. د هغه نظرونه د ټرمپ د پالیسیو سره خورا مطابقت لري.

بیل هاګرټي هم د دې چوکۍ لپاره یو بل کاندید ګڼل کیږي، همدارنګه رابرټ اوبراین چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت څلورم او وروستی سلاکار و.

ترویج لرونکی

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر  جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو
۱

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۲

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۵

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو په پراخه توګه ویستلو ټینګار وکړ

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۰ GMT+۰
ټرمپ له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو په پراخه توګه ویستلو ټینګار وکړ
100%

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ناقانونه کډوالو ډله ییز ویستل د ده د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار د ناقانونه کډوالو پر ویستلو ټینګار کړی و.

د امريکا منتخب ولسمشر په دې مرکه کې وويل: "دا واضح ده چې موږ بايد خپلې پولې ټينګې کړو او په ورته وخت کې غواړو چې خلک زموږ هېواد ته راشي."

ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا ته د کډوالو د قانوني راتګ په اړه کومه ستونزه نه لري.

ځینې ​​کتونکي په دې باور دي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پلان د پلي کولو لګښت به د امریکا د فدرالي حکومت له توان څخه لوړ وي.

ټرمپ دې اندېښنې ته په اشارې سره وویل: «دا د لګښت او قیمت خبره نه ده. موږ واقعیا هیڅ انتخاب نه لرو. کله چې خلکو قتلونه او جنایتونه وکړل، کله چې د نشه یي توکو قاچاق وړونکو هیوادونه تباه کړل، اوس باید بیرته هماغه هیوادونو ته لاړ شي، ځکه چې دوی دلته پاتې کیدای نشي. دا مسله د منلو وړ نه ده."

د پولنډ لومړی وزیر: د ټرمپ ولسمشري به د اروپا امنیت ته پایلې ولري

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۰
د پولنډ لومړی وزیر: د ټرمپ ولسمشري به د اروپا امنیت ته پایلې ولري
100%

د پولنډ لومړي وزیر ډونلډ تاسک ویلي، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا به د اروپا امنیت ته جدي عواقب ولري، خو په دقیق ډول یې وړاندوینه نه شي کولای چې پایلې به یې څه وي.

هغه د اروپا په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بوداپست ته له الوتنې مخکې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د امریکا ټاکنې به د اروپا سیاست ته په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې جدي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه: "دا مسله زموږ لپاره ډیره مهمه ده او زه غواړم ټینګار وکړم چې پولنډ ځانګړې ګټې لري."

تاسک وویل، چې نورو اروپایی مشرانو ته به د هغه اصلي پیغام "له امریکا سره د اړیکو پیاوړي کول" وي او زیاته یې کړه چې د ټرمپ د لومړۍ دورې پرمهال، کله چې هغه د اروپايي شورا مشر و، له نوموړي سره یې "ښه شخصي اړیکې" درلودې.

هغه ټرمپ د یو "سختګیره" شریک په توګه یاد کړ، چې په سیاست کې د دواړو متحدینو او دښمنانو سره په داسې چلند باور لري چې د وړاندوینې وړ نه وي.

د مقاومت جبهه: په کابل کې مو پر طالبانو برید کې پنځه وسله وال وژلي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۸ GMT+۰
د مقاومت جبهه: په کابل کې مو پر طالبانو برید کې پنځه وسله وال وژلي دي
100%

د ملي مقاومت جبهه وايي، چې په کابل کې د طالبانو د ځانګړو قطعې پر کاروان د دوی د ځواکونو په برید کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه جبهه وايي، چې دغه برید د پنجشنبې په ماښام د کابل د میرویس میدان په سیمه کې اریانا هوټل ته څېرمه شوی دی.

تر دې وړاندې، د کابل ښار اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنېشنل ته وويل، چې د پنځمې ناحيې اړوند میرویس میدان سيمه کې يې د چاودنې غږ اوریدلی دی. دوی ویلي و، دا پېښه د کابل اریانا هوټل ته څېرمه شوې ده.

د مقاومت جبهه وايي، چې دغه پيښه د طالبانو د خاصو ولايتي قوتونو د موټرو په کاروان د دغې ډلې د بريد په پایله کې رامنځته شوې ده. د جبهې په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه موټر ويجاړ شوي او پنځه ميله وسلې د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو دغه مخالفه وسله واله ډله وايي، چې په دې بريد کې ملکي وګړو او د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهه وايي، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل ښار کې د طالبانو پر وړاندې د دوی درېیم برید دی.

ټرمپ له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو په پراخه توګه ویستلو ټینګار وکړ

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۵ GMT+۰
ټرمپ له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو په پراخه توګه ویستلو ټینګار وکړ
100%

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ناقانونه کډوالو ډله ییز ویستل د ده د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار د ناقانونه کډوالو پر ویستلو ټینګار کړی و.

د امريکا منتخب ولسمشر په دې مرکه کې وويل: "دا واضح ده چې موږ بايد خپلې پولې ټينګې کړو او په ورته وخت کې غواړو چې خلک زموږ هېواد ته راشي."

ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا ته د کډوالو د قانوني راتګ په اړه کومه ستونزه نه لري.

ځینې ​​کتونکي په دې باور دي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پلان د پلي کولو لګښت به د امریکا د فدرالي حکومت له توان څخه لوړ وي.

ټرمپ دې اندېښنې ته په اشارې سره وویل: «دا د لګښت او قیمت خبره نه ده. موږ واقعیا هیڅ انتخاب نه لرو. کله چې خلکو قتلونه او جنایتونه وکړل، کله چې د نشه یي توکو قاچاق وړونکو هیوادونه تباه کړل، اوس باید بیرته هماغه هیوادونو ته لاړ شي، ځکه چې دوی دلته پاتې کیدای نشي. دا مسله د منلو وړ نه ده."

د خراسان رضوي یو چارواکی: هره ورځ ۳ زره افغان کډوال له دوغارون پولې ایستل کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۰
د خراسان رضوي یو چارواکی: هره ورځ ۳ زره افغان کډوال له دوغارون پولې ایستل کېږي
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو عمومي مشر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هره ورځ څه دپاسه درې زره افغانان د دوغارون پولې له لارې له دغه هیواده ویستل کیږي.

حسین شرافتي راد وايي، چې د بې اسناده کډوالو نیول او د کال تر پایه یې له ایران ویستل د دغه هیواد له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ښاغلي شرافتي راد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ۱۱ ولایتونو څخه افغانستان ته د نا قانونه افغانانو د ویستلو لاره د دوغارون/اسلام قلعه له لارې تیریږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي د تایباد او د دوغارون له پولې څخه د لیدنې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د ایرنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران د کورنیو چارو د وزارت یو له مهمو پروګرامونو څخه خپلو هېوادونو ته د نا قانونه کډوالو لیږل دي او سږ کال په دې برخه ښه اقدامات ترسره شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، د هغو افغان کډوالو تنظیم چې په قانوني توګه په ایران کې اوسېږي، هم د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

هغه وويل، د ايران حکومت هغو افغانانو ته چې په قانوني ډول دغه هېواد ته راغلي "د تېر په څېر ورته ښه خدمات وړاندې کوي" خو په ايران کې د ناقانونه افغانانو شتون قانوني نه دى او بايد بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ایراني چارواکو په رسمي ډول اعلان کړی، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه نا قانونه افغان کډوال له ایرانه څخه اوباسي. د ایران د انتظامي ځواک د قوماندان د معلوماتو له مخې په روان کال کې څه باندې ۷۵۰ زره ناقانونه افغانان له ایران څخه ویستل شوي دي.