پېښور کې پولیسو هغه نرښځی نیولی چې یوه نجلۍ یې تښتولې وه

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پېښور پولیسو هغه نرښځی نیولی چې د دغه ښار له څمکنیو سيمې څخه یې یوه نجلۍ تښتولې وه. د پوليسو په وینا تښتول شوې نجلۍ د نیول شوي نرښځي په کور کې تر پلټنو وروسته موندل شوې ده.