پاکستان: امریکا سره د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ د اوږدې مودې اړیکي پالو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، له امریکا سره د پاکستان اړیکي له اوږدې مودې راهیسې تاوده دي او د دواړو هېوادونو دغه اړیکي په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ ولاړ دي.

نوموړې دغه څرګندونې نن د خپلې اونیزې خبري ناستې پرمهال د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
اغلې بلوڅ ټرمپ ته د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر د مبارکۍ پیغام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ اړیکي پالي.