جیش العدل ویلي، د پاکستان او ایران په ګډو عملیاتو کې د دغې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي دي

جیش العدل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بلوچستان سراوان په سرحدي سیمو کې د پاکستان او ایران د پوځ د ګډو عملیاتو له امله د دغې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.