• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بیلاروس ولسمشر: که ټرمپ جګړې ودروي نو باید د نوبل جایزه وګټي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د بیلاروس ولسمشر وايي، که ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته جګړې پای ته ورسوي، باید د نوبل جايزه ورکړل شي. الکساندر لوکاشینکو وویل: «ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال څو ځلې د اوکراین د شخړې د حل ژمنه کړې وه.»

هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو له مهمو متحدینو څخه دی.

د بیلاروس بیلټا خبري اژانس د خبر له مخي، الکساندر لوکاشینکو وویل که ټرمپ د جګړو په پای ته رسولو کې بریالی شي، «موږ به هغه ته د نوبل جایزې لپاره غوښتنه وکړو.»

د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ له کمالا هرېس سره د مناظرې پر مهال وویل، دا د امریکا په ګټه ده، چې په اوکراین کې جګړه ژر پای ته ورسېږي.

هغه وویل: موږ باید یوې موافقې ته ورسیږو.

ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په ځلونو ټینګار کړی و، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو توان لري او د خپلې ادارې له پیل مخکې به په دې برخه کې خبرې اترې پیل کړي.

په ورته وخت کې هغه د دې پوښتنې ځواب ورنکړ، چې ایا دی غواړي اوکراین جګړه وګټي؛ خو پر ځای یې د اوکراین پر ولسمشر د روانې جګړې پړه واچوله.

ټرمپ دا ګواښ هم کړی، چې د ولسمشر په توګه به په اوکراین کې د امریکا پانګونه ودروي.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي