جسټن ټروډو له ټرمپ سره د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو او ټرمپ د ټاکنو له بریا وروسته د سوداګرۍ په اړه سره خبرې اترې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د کاناډا د لومړي وزیر د دفتر له قوله ویلي، په دغو خبرو اترو کې د متحده ایالاتو – مکسیکو – کاناډا پر تړون خبرې هم شاملې وې چې دوی د ټرمپ د لومړۍ دورې په ترڅ کې لاسلیک کړی و.
د ټروډو دفتر زیاته کړې، چې دواړو خواوو د خوندي او د باوري اکمالاتو د لړۍ او په نړۍوال اقتصاد کې له نا عادلانه سوداګریزو کړنو څخه د مخنیوي په برخه کې د ګډو ګټو په اړه هم خبرې وکړې.