اردوغان وايي، که ټرمپ وغواړي د اوکراین جګړه په اسانۍ پای ته رسېږي
د ترکیې ولسمشر وايي، که د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د مسلې حل غوره کړي، نو د اوکراین جګړه په اسانۍ ختمېدلی شي.
رجب طیب اردوغان زیاتوي، یوازې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې سیمه کې سوله کېدلی شي.
ښاغلي اردوغان نن خبریالانو ته وویل، د لوېدیځ په تېره امریکا هڅې د اوکران جګړې ته اسانه حل لاره موندلی شي.
د ناټو غړې ترکیه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیاملاتړ کوي او د روسیې برید غندي، خو د مسکو پرضد د غرب د بندیزونو مخالفه هم ده.
ترکیه د انرژۍ او سیلګرۍ په برخه کې له روسیې سره مهم اړیکي لري.
ترکیې تېر مارچ کې د اوکراین جګړې د ختمېدو لپاره د منځګړتوب وړاندیز وکړ.
رجب طیب اردوغان وايي پر نړۍ د دې جګړې اغېز باید کم کړل شي.
نوموړی وايي، د جکړې دواړه لوري یې بیا بیا د خبرو مېز ته سره کېنولي او دا کار بیا هم کولی شي.
د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ټاکنو کې ویل، که ولسمشر شي، نو ۲۴ ګړیو کې د اوکراین جنګ ختمولی شي.