• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت عالي شورا له ټرمپ وغوښتل چې د افغانستان کړکیچ حل کړي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا اعلان وکړ چې هیله لري د امریکا نوی حکومت به د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې اصلاحات راولي. دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د افغانستان کړکېچ پای ته ورسوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا په خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ «د لړم١٧مه» خپره شوې راغلي: «لکه څنګه چې ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې ده، تمه ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې روانې ویجاړونکې جګړې او په افغانستان کې موجوده کړکېچ پای ته ورسېږي.»

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا له جهادي مشرانو، پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د ځینو مهمو ګوندونو له مشرانو جوړه ده.

دا شورا د طالبانو له واکمنۍ وروسته په بهر کې جوړه شوه او غړي یې ټول له افغانستانه بهر دي.

عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف او سرور دانش د دې سیاسي جریان لوړ پوړي غړي دي.

د مقاومت شورا هیله څرګنده کړې، چې د امریکا د نوي دولت به د افغانستان په اړه په سیاستونو اصلاحات راولي او د ولسواکۍ او د یو قانوني حکومت د اړتیا په اړه به د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د طالبانو پر ضد دغه حرکت له افغانستانه د امریکا وتل «ناورین راوړونکی او غیر پلان شوي» بللی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د دوحې د ناکامې هوکړې له مخې طالبانو ته سپارل شوی دی.

د مقاومت عالي شورا ټینګار وکړ، چې دغه تړون افغانستان د ترورېزم او افراطیت په غېږ کې ډوب کړی او د تېر حکومت او د هېواد د امنیتي بنسټونو د نسکورېدو، له ټولو جوړښتونو څخه د ښځو د ایستلو، د پراخو بشري جنایتونو د کمېسیون او د میلونونو افغانانو بې ځایه کېدو لامل شوی دی.

دغه شورا همداراز د امریکا له نوي حکومت څخه هیله کوي، چې هغه عوامل چې د امریکا د حکومت تر نامه لاندې په افغانستان کې د روان کړکیچ لامل شوي په نښه کړي او ځواب یې ورکړي.

د مقاومت شورا هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان په اړه په خپلو راتلونکو پرېکړو کې پر هغو خلکو تکیه وکړي چې بې پرې، عادلانه نظر لري او د افغانانو په اراده تکیه کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې