‏نجیب‌الله علي خېل: د ټرمپ له‌خوا د افغانستان او سیمې په پالیسۍ به بیا کتنه کېږي

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب الله علي خېل ویلي، چې د ټرمپ له‌خوا د افغانستان او سیمې په پالیسۍ به بیا کتنه وشي؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې څه ډول بیاکتنه به کېږي.

نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي، دغه پالیسي به تر ډېره پر امنیتي او اقتصادي مسلو راټوله وي او له مخې به یې د چین سره د سیالۍ او د هغه هېواد د نفوذ مخه ونیول شي.
هغه زیاته کړې، د ترمپ ادارې لومړیتوب به له روسیې سره د اوکراین په مسله کې جوړجاړی، منځني ختیځ کې د اسراییل ملاتړ او په ایران د هر ډول فشارونو زیاتول وي.