د اسراییل د پوځ لوی درستیز: د غزې په شمال کې په جبالیا کې مو د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرزي هالوي وویل، چې د غزې د تړانګې په شمال کې په جبالیا کې د دې هېواد د ځواکونو عملیات د "اسراییلي ملکي وګړو خوندیتوب او د یرغمل شویو بیرته راستنیدو" په موخه ترسره کیږي.