د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ د ترورولو تور رد کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، چې د امریکا پر پخوانیو او اوسنیو چارواکو د ایران د برید او ترور ادعا بې بنسټه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي د یو بیان په خپرولو سره لیکلي، په تېرو وختونو کې هم دغه شان تورونه پورې شوي وو چې د ایران لهخوا په بشپړه توګه رد شوي او دروغ هم ثابت شوي دي.
هغه زیاته کړې، په اوسني وخت کې د دغه ادعا تکرار د ایران د دښمنانو دسیسه ده.
هغه وایي، اسراییل د دغه ډول ادعاوو سره امریکا او ایران ترمنځ مسایل نور هم پېچلي کړې دي.
تر دې وړاندې د امریکا د عدلیې وزارت ویلي و، فرهاد شاکري چې د ایران له خوا د ټرمپ د وژلو لپاره ګومارل شوی و، په خټه افغان دی.
دغه وزارت په یو بیان کې لیکلي و، چې د منتهن په فډرالي محکمه کې د یو شکایت له مخې د سپاه پاسداران یو چارواکي په تېره سپټمبر میاشت کې له شاکري غوښتي و، چې د ټرمپ د وژلو لپاره پلان جوړ کړي.