• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د عدلیې وزارت: د ټرمپ د وژلو لپاره د سپاه پاسداران ګومارل شوی کس په خټه افغان دی

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، فرهاد شاکري چې د ایران له‌خوا د ټرمپ د وژلو لپاره ګومارل شوی و، په خټه افغان دی.

دغه وزارت په یو بیان کې لیکلي، چې د منتهن په فډرالي محکمه کې د یو شکایت له مخې د سپاه پاسداران یو چارواکي په تېره سپټمبر میاشت کې له شاکري غوښتي و، چې د ټرمپ د وژلو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ د ډونالد ټرمپ د ترورولو په اړه د ایران د حکومت له‌خوا د جوړې شوې توطیې په اړه تازه جزییات خپاره کړل.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، د سپاه پاسداران یوه چارواکي شاکري ته ویلي و چې که له ټاکنو وړاندې یې ټرمپ ترور نه شو کړای؛ نو دغه چاره دې له ټاکنو وروسته ترسره کړي.

د هغه په وینا، کېدای شي ټرمپ په ټاکنو کې ماته وخوري چې هغه مهال به یې ترورول اسانه هم شي.
امریکایي څارنوالانو ویلي، شاکري ته تر دې وړاندې هم په امریکا کې د امریکایي او اسراییلي چارواکو سپارښتنې شوې وې؛ خو د سپاه پاسداران چارواکو ډېر ټینګار په دې کاوه، چې خپله ټوله پاملرنه باید د ټرمپ په ترور ورټوله کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، فرهاد شاکري د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا ګومارل شوی و، هغه په ایران کې ژوند کړی او په ماشومتوب کې امریکا ته مهاجر شوی دی او په ۲۰۰۸ کال کې د غلا په تور ۱۴ کاله بندي شوی و او بیا د همدغه تور له امله له امریکا اېستل شوی و.
د عدلیې وزارت په بیان کې راغلي، چې شاکري اېف بي ای ته ویلي، هغه نه غوښتل د هغو اوو ورځو په ترڅ کې چې سپاه پاسداران هغه ته د ټرمپ د وژلو د پلان جوړولو لپاره مهلت ورکړی و دغه پلان جوړ کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ درې کسه د امریکایي وګړو د ترور په تور له هغې ډلې د ډونالد ټرمپ د وژلو په تور تورن کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت د بیان له مخې، ۵۱ کلن شاکري د ایران اوسېدونکی، د نیویارک د بروکلین اوسېدونکی ۴۹ کلن کارلایل ریورا مشهور په «پاپ» او د نیویارک د اسټاتن ایلنډ اوسېدونکی ۳۶ کلن جاناتان او د هولټ، د یو امریکایي وګړي د وژلو په تور تورن شوي دي.
د ایران یوه سیاسي مخالفه د بشري حقونو فعاله او خبریاله مسیح علي نژاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه متوجه شوې چې اېف بي ای هغه دوه کسه نیولي چې په امریکا کې یې د ترورولو پلان لاره.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې شاکري، لودهولت و ریورا د خپلو هڅو په دوام یو بل ته عکسونه او پیغامونه هم استولي دي.
تر دې وړاندې د امریکا حکومت هم منلې وه، چې ایران د قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې غواړي، د ډونالد ټرمپ او ځینو نورو جګپوړو چارواکو لکه مایک پمپیو، برایان هوک او جان بولټن د ترورولو هڅه وکړي.
د امریکا لوی څارنوال مریک ګارلند وویل:«د امریکا د ملي امنیت لپاره د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ایران تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي.»

ترویج لرونکی

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي
۱

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۳

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۴

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۵

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

•
•
•

نور کیسې

جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو: ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت بقا ته ګواښ دی

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د ایران اسلامي جمهوریت په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي یوازینۍ او اصلي سرچینه وبلله.

هغه وویل، یوازینی شی چې د ایران حکومت ته ان د "منځني ختیځ د ترټولو ځواکمن هیواد پاتې کیدو نه هم" ډیر اهمیت لري، "د رژیم بقا" ده.

روبیو زیاته کړه، چې ټرمپ د اسلامي جمهوریت د بقا لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي، په همدې خاطر د ایران حکومت د هغه د وژلو هڅه وکړه.

د جمعې په ورځ، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د وروستیو ټاکنو دمخه د ټرمپ د وژلو لپاره د ایران د حکومت د دسیسې د ناکامولو په تړاو د جنایي تورونو د ثبتولو خبر وکړ.

د منهاټن په فدرالي محکمه کې د ثبت شوي شکایت له مخې، د سپاه پاسداران یو چارواکي په سپتمبر کې یو کس ته دنده سپارلې وه چې په ټرمپ نظر وساتي او هغه ووژني.

م. م. کې د افغانستان استازي، ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت "جدي" دی. د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې نصیر احمد فایق وویل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ډېر ماشومان له زده کړو او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

فایق وویل، چې ایران افغانان له قانوني اسنادو سربیره له خپل هیواده اوباسي.

ښاغلي فایق د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د درېیمې کمېټې په غونډه کې وویل، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو شمېر د اندېښنې وړ دی او له پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال په ایران او پاکستان کې مېشت شوي دي.

ښاغلي فایق وویل: "په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل له ۱.۶میلیونو څخه زیات افغانان د تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزو او د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو له امله تښتېدلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې ده."

نوموړي له کوربه هېوادونو څخه د افغان کډوالو د کړکېچ د هواري لپاره د مالي مرستو د ډېرېدو غوښتنه وکړه. نصیر احمد فایق په بیا میشتیدنې، د کډوالو د حقونو په پیاوړتیا او افغانستان ته د کډوالو د راستنیدو د پروګرامونو په مالي ملاتړ ټینګار وکړ.

پاکستان او ایران د افغان کډوالو ویستلو ته زور ورکړی دی. ایران دا مهال د کډوالو د اېستلو لړۍ په کلکه پلي کوي او هره ورځ په زرگونه افغانان تر نیولو وروسته له دغه هیواده ویستل کیږي. په دې وروستیو میاشتو کې د ایران په ځینو برخو کې د ایراني پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند او پر افغانانو د بریدونو د زیاتیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

له هغو کډوالو سره چې قانوني اسناد نه لري، ایران اسناد لرونکي افغان کډوال هم له خپل هیواده اوباسي.

نصیر احمد فایق په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت کړکېچن وباله او زیاته یې کړه، چې په ایران کې کډوال د اسنادو د ستونزو له امله بانکي او نورو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او ان ځینې یې د اسنادو له لرلو سره هم له دغه هېواده شړل کېږي.

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې مالي ژمنې زیاتې کړي.

هغه وويل، غړي هېوادونه بايد د کډوالۍ سهمیه زياته کړي او د خوندي لارو لکه د کورنيو بيا يو ځای کېدو او بشري ويزو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي. د هغه په وینا، دغه اقدام به پر کوربه هېوادونو فشارونه کم کړي.

همدار راز، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی د افغانانو پر نه جبري شړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغان کډوالو داوطلبانه راستنېدل باید په خوندي شرایطو او انساني کرامت ته په درناوي ترسره شي.

ښاغلي فایق د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر ۵.۵۳ میلیون کسانو ته رسېدلی او د تېر کال له سپټمبر راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۷۳۳زره افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت: د ټرمپ د وژلو لپاره ګمارل شوی ایرانی، ښايي اوس ایران کې وي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۹ GMT+۰

د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو یو ایرانی د هغه دسیسې په تور پیژندلی چې د ایران سپاه پاسداران ورته د ټرمپ د وژلو دنده سپارلې وه. ۵۱ کلن شاکري چې د سپاه غړی دی، په ماشومتوب کې متحده ایالاتو ته کډوال شوی او د غلا په تور له دغه هیواده شړل شوی و.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې فرهاد شاکري د قانون پلي کونکو ته ویلي، چې هغه ته د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په اومه دنده سپارل شوې وه چې د ټرامپ د وژلو پلان چمتو کړي.

دغه وزارت ویلي، چې ۵۱ کلن شاکري د ایران د سپاه پاسداران غړی او ایراک کې استوګن دی. ویل کیږي چې شاکري چې کله ماشوم و متحده ایالاتو ته کډوال شوی او په ۲۰۰۸ کال کې د غلا په تور نیول شوی او شړل شوی و. څارانوالانو وایي، چې ګمان کیږي شاکري په تېښته بریالی شوی دا مهال په ایران کې دی.

د نیویارک دوه اوسیدونکي چې شاکري سره یې په زندان کې لیدلي وو، کارلیسل رویرا او جوناتن لوډ هولټ هم له شاکري سره د امریکا د ولسمشر په وژلو کې د همکاری په تور، تورن شوي.

محکمې د رویرا او لوډ هولټ د نیولو امر کړی. د اوس لپاره د دوی وکیلانو د دې موضوع په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

نوی ډيلی وايي استازی یې د بشري او اقتصادي موخو لپاره کابل ته تللی و

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وايي د دغه هېواد استازي د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر د استفادې په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و. جیسوال وویل چې هندي پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو او حامد کرزي سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ په ډیلي کې خبري کنفرانس ته د هندي پلاوي د سفر په اړه جزییات ورکړل.

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګو مشر جي، پي، سینګ په دې وروستیو ورځو کې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

د طالبانو د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دفاع وزیر یعقوب مجاهد له چي پي سینګ سره سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له جي پي سینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله له ډیلي سره د خپلو اړیکو د پراختیا تمه لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې له هندي پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو زدکړو ته د هند توجو او د دواړو هېوادونو تر منځه د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه پلاوي په کابل کې د هندي پلاوي د ناستو پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان د سوداګریزې ټولنې له خوا د کار اخیستلو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

رندهیر جیسوال وویل چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو برابرول د هند د مرستو د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده او ویې ویل چې دوی اوس هم افغانستان ته د غنمو څو چوپې لېږلې دي.

د ایران په سمنان کې پولیسو ۴۳ کډوال نیولي

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د ایران د سمنان ولایت د دامغان ښار د پولیسو مشر اعلان وکړ، چې ۴۳ تنه کډوال یې د «ارامۍ پلان » په نامه عملیاتو نیولي دي.

غلام حسین عرب وویل چې د بې اسنادو کډوالو د شمېر په زیاتېدو سره پولیسو د هغوی د پیژندلو لپاره جدي اقدامات کړي دي.

د ايران د سمنان ولايت د دامغان ښار د پوليسو مشر غلام حسين عرب د جمعې په ورځ «د لړم١٧مه» وویل، چې دغه بې اسناده کډوال کمپ ته وړل شوي دي چې خپل اصلي هېواد ته ستانه شي.

تر دې مخکې د سمنان ولایت د شاهرود ښار د پولیسو قوماندان علیرضا شایني د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار پولیسو د «طرح ارامش» عملیاتو کې په تېرو درېو ورځو کې ۲۱ کډوال نیولي دي.

شایني زیاته کړه، چې دغه کډوال تر نیول کېدو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

ایران په دې وروستيو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نيولو بهير چټګ کړى او په ايران کې يې د دغو کډوالو د ژوند شرايط سخت کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کار کولو او د کورونو کرایه کول جرم بللي دي.