د ټرمپ سلاکار: په اوکراین کې د بایللو سیمو له ترلاسه کولو سوله لومړیتوب لري

د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لوړپوړي سلاکار ویلي، چې د دې هېواد د نوې ادارې لپاره د اوکراین د بایللو سیمو له تر لاسه کولو سوله لومړیتوب لري. براین لانزا ویلي، چې د ټرمپ اداره به د اوکراین له ولسمشر څخه د سولې لپاره یو "واقعی لیدلوری" وغواړي.