د غزې په شمال کې پر یو کور د اسراییل په برید کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي

رویټرز د غزې د روغتیایي چارواکو په حواله وايي، چې د غزې په شمال کې پر یو کور د اسراییل په برید کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي. د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا او د حماس رسنیو د وژل شویو کسانو شمیر ۳۲ تنه یاد کړي دي.