سهیل شاهین: طالبان له نړۍ په ځانګړې توګه له امریکا سره مثبت تعامل غواړي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ بریا ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله له نړۍ په ځانګړې توګه له امریکا سره مثبت تعامل غواړي. نوموړي له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل؛ طالبان هیله لري، چې له واشنګټن سره ښې اړیکې ولري.