• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ له خوا دفاع وزارت ته نوماند پیټ هیګسیټ څوک دی؟

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا دفاع وزارت ته نوماند پیټ هیګسیټ، د فاکس نیوز شبکې شنونکی دی او د امریکا په پوځ کې په افغانستان، عراق او ګوانتانامو زندان کې د کار کولو تجربه هم لري. هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې اسلام یو "متشدد ځواک دی چې امریکا ته ګواښ جوروي."

پیټ هیګسیټ، چې بشپړ نوم یې پیټر براین هیګسیټ دی، د ۱۹۸۰ کال د جون په ۶ مه، د مینیسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې زیږیدلی.

هغه د هارورډ پوهنتون د جان ایف کینیډي له پوهنځي څخه په عامه پالیسۍ کې ماسټري کړې ده.

پوځي مخینه

له پوهنتون څخه له فارغیدو وروسته، هیګسیټ د مینیسوټا په پوځي ګارد کې د پیاده افسر په توګه دنده ترسره کړه. په ۲۰۰۴ کال کې، هغه په کیوبا کې د ګوانتانامو په زندان کې د پیاده ټولي قوماندان پاتې شوی وو.

له کیوبا څخه د راستنیدو وروسته، هیګسیټ په عراق کې د د دندې د ترسره کولو لپاره چمتووالی وشوده چې اول بغداد او بیا سامرا ته واستول شو. په عراق کې، هغه د برونزو ستوري پوځي مډال، د پیاده جنګيد سرتیري مډال، او د پوځ د یو بل مډال ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۲ کال کې، هیګسیټ په افغانستان کې د لوړ پوړي ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړه.

100%

سیاسي فعالیتونه

له عراق څخه له راستنیدو وروسته، هیګسیټ د منهاټن په انسټیټیوټ کې دنده واخیسته.

په ۲۰۱۲ کال کې، هغه د مینیسوټا ایالت مشرانو جرګې لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند په توګه ودریده، خو د ابتدايي پایلو څخه مخکې له خپل نوماندۍ تیر شو.

په رسنیو کې د هغه فعالیت

هیګسیټ په ۲۰۱۴ کال کې د سیاسي شنونکي په توګه د فاکس نیوز سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د فاکس نیوز د یوې خپرونې کوربه‌توب کاوه.

هغه په ​​رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کاوه او په ځینو مواردو کې د هغه د غیر رسمي سلاکار په توګه راڅرګند شو.

هیګسیټ په ځینو جنجالي مسلو کې هم ښکیل و، لکه په جنګي جرمونو تورنو سرتیرو لپاره د بخښنې وړاندیز.

ډېر لیدل شوي

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی
۱

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۲

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۳

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ټرمپ سلاکارانو تر ۲۰۲۹کال پورې له ایران سره د جګړې د دوام احتمال ارزولی

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی