• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني کې د افغانستان سفیر هم «د برلین تر فشار لاندې» له دندې استعفا وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لړم ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري اعلان وکړ، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا کړې ده. یاري ویلي دي چې د افغان وګړو او کډوالو د ستونزو د زیاتیدو د مخنیوي په خاطر چې کېدای شي په جرمني کې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو لامل شي، خپله دنده پای ته رسوي.

په برلېن کې د افغانستان سفارت نن دوشنبه «د لړم۲۸مه» افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په برلېن کې د افغانستان سفیر یما یاري په حواله لیکلي، چې د افغان کډوالو د کونسلي چارو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا کوي او د سفارت چارې خپلو همکارانو ته پرېږدي.

دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې عبدالباقي پوپل د یاري پر ځای په جرمني کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخستی دی.

عبدالباقي پوپل تر دې مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و. هغه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د سيمه ييزو ارګانونو د مرستيال په توګه يې کار کړى دى.

ځینو ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شونې ده چې له نویو بدلونونو سره په جرمني کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي.

تر اوسه طالبانو په جرمني کې د افغان سفارت د دغو تغییراتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په بن کې د افغانستان کونسل لطف الله سادات هم اعلان کړی و، چې د کوربه هېواد د محدودیتونو او غوښتنو له امله به خپله دنده پای ته ورسوي.
سرچینو د لړم میاشتې په لومړیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې جرمني له افغان ډیپلوماټانو غوښتي چې یا له طالبانو سره تعامل وکړي او یا هم خپل کار پای ته ورسوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سادات له خوا په بن کې د افغانستان د کونسلګرۍ په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې، راغلي چې«د شته ستونزو د دوام د مخنیوي او د کوربه هېواد د سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو او غوښتنې په پام کې نیولو سره، زه چې د افغانستان په ډېپلوماتیکه دستګاه کې د ۲۳ کلونو خدمت ویاړ لرم، په جرمني کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال ‌کونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږم.»
تر دې مخکې په یو شمېر لویدیزو هېوادونو کې د پخواني افغان حکومت سفیرانو له طالبانو سره د خبرو لپاره د کوربه هېوادونو د فشارونو د زیاتېدو اعلان کړی و.
افغانستان انټرنشنل یوه ځانګړي راپور کې موندلې وه، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان له سفارت او بن کونسلګرۍ سره تعامل ددې دوو ډپلوماتیکو استازځایونو د لومړۍ درجه مسوولانو په ګوښه کېدو پورې مشروط کړی.

د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن کونسلګرۍ ته کافي وخت ورکړل شوی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل چارې پرمخ بوځي، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې نورو هېوادونو هم په تېره يوه مياشت کې پر افغان سفيرانو فشارونه زيات کړي او پيغامونه يې لېږلي، چې "له طالبانو سره تعامل وکړئ، يا خپل ډېپلوماتيک ماموريت پای ته ورسوئ."

ډېر لیدل شوي

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟
۱

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قطر د دولت وزیره: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې مخکښ رول ولري

۵

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو