په لبنان کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي

د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل د هوایي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان دي.