• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ۱۷۴ کورنۍ په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه راستنې شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۰

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو پر دوام، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وايي،‌ تېره ورځ ۱۷۴ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه اژانس د سې شنبې په ورځ د (لیندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۸ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۱۶ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستنې شوې او همدارنګه ۴۲ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۰۸ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایرانه افغانستان ته راستنې شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د کډواو او راستنېدو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې له ګاوڼدیو هېوادونو څخه ۱۹ راستنې شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.
طالبانو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یوازې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۲۷ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته ستنې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې په راستنوشویو کسانو کې ۲۲۲ بندیان هم شامل وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په روان کال کې له ایران څخه د افغان کډوالو په ستنولو کې ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۳

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۴

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده