• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: د روان کال تر پایه به له دوه مېلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال وباسو

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۰

په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د استازي دفتر مشر وايي، په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

احمد معصومیفر ویلي، چې دغه کډوال به د روان کال تر پایه له ایرانه واېستل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۵مه) په مشهد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ایران د دغو کډوالو د اېستلو لپاره د کوم هېواد هوکړې ته اړتیا نه لري.
نوموړي ټینګار وکړ، دا به غوره وي چې دغه کډوال په خپله خوښه له ایرانه ووځي؛ کنه په زور به و اېستل شي.
دغه ایراني چارواکي وویل:« د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې مسله پوهېږي او طبیعي ده، چې دوی هم د هغو کسانو دفاع نه کوي چې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي او دلته اوسېږي.»
اېرنا خبری اژانس د ایران د دغه چارواکی له قوله لیکلي دي، هغه کسان چې «د اعتبار وړ ویزې یا د ثبت او سرشمېرنې کارتونه لري له ناقانونه کډوالو سره توپیر لري.»
دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي، چې ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو راتګ په بې ساري ډول کم شوی دی.
نوموړي وويل، هغه کسان چې یوه میاشتنۍ یا درې میاشتنۍ ویزې لري، ایران ته راغلي او له قانوني مودې څخه زیات په ایران کې پاتې شوي هغوی به هم واېستل شي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي