• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حزب الله د وسله والو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۱:۴۰ GMT+۰

څلورو جګپوړو لبناني چارواکو ویلي، چې د حزب الله د وسله والو مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي او دغه ډله باید خپل مړي ښخ کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپول له مخې، درېیو لبناني سرچینو د مخکینیو نا راپور شویو داخلي اټکلونو له مخې لیکلي چې حزب الله په دې باور دی چې په ۱۴ میاشتنۍ جګړې کې ښایي د وژل شویو وسله والو شمېر څو زرو ته ورسیږي، چې ډېری یې د سپټمبر په میاشت کې د اسراییل په عملیاتو کې وژل شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې د ایران له ملاتړه برخمنې دغې ډلې ښايي تر ۴ زره کسان له لاسه ورکړي وي. لبناني چارواکو ويلي، چې تر اوسه په دغو جګړو کې ۳ زره او ۸۰۰ کسان وژل شوي، مګر په دې شمېر کې د ملګي او پوځي کسانو توپیر نه دی شوی.

د حزب الله پر وړاندې د ننګونو په اړه رویټرز له ځینو کسانو سره خبرې کړي چې ځینو یې د دغو حساسو مسلو په اړه د خبرو کولو له امله له نوم اخیستلو څخه ډډه کړې.

د حزب الله یو جګپوړي سیاستوال حسن فدا الله رویټرز ته ویلي، چې لومړیټوب به یې خلک وي.

هغه وویل: «بې پناه خلکو ته پناه ورکول، د نړیدلو ودانیو پاکول، د شهیدانو تدفین مو لومړیتوب دی او په بل پړاو کې د بیارغونې لپاره پلان موجود دی.»

د اسراییل پوځي عملیاتو تر ډېره حده د حزب الله په شیعه میشتو سیمو راټول وو، چیرې چې د دوی ملاتړي سخت ځپل شوي دي.

له سویلي لبنان څخه یوه مېرمن حوا له خپلې کورنې سره چې د حزب الله لپاره جنګیږي وویل: «یو ورور مې لرلو چې شهید شوی، لیور مې په پیجر برید کې ټپي شو او زما ګاونډیان او خپلوان ټول یا شهیدان دي یا ټپیان او یا هم ورک دي.»

حوا زیاته کړه: «غواړو شهیدان مو راټول او ښخ کړو. موږ غواړو خپل کورونه بیا جوړ کړو.» حوا تر هغې خپل کلي کې پاتې شوې وه، چې اسراییل د سپټمبر په میاشت کې مجبوره کړه چې کلی پریږدي.

د اسراییل بریدونو له یو میلیون څخه ډېر خلک بې ځایه کړي، چې ډېری یې د هغو سیمو دي چیرې چې حزب الله واک لري.

د لبنان یو لوړ پوړی چارواکی چې د حزب الله له فکر سره اشنا دی وایي، چې دوی به د خلکو د بیرته رستنولو او د خپلو کورونو په بیا رغولو باندې متمرکز وي. هغه وویل: "چې حزب الله د یو ټپي انسان په څیر دی. ایا یو ټپي اسنان راپورته کیدلی او جنګیدلی شي؟ زخمي انسان جوړیدلو ته لېواله وي."

دغه چارواکي تمه درلوده چې حزب الله به له جګړې وروسته د یوې پراخې پالیسۍ بیاکتنه وکړي او د ټولو لویو مسلو لکه اسراییل، د هغه وسلې او د لبنان داخلي سیاست په اړه به له سره غور وکړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

۵

جواد ظریف: په کابل کې د ایران سفیر د قدس ځواک غړی دی