• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۷۵ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کورنۍ له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۳ یې د تورخم له لارې، ۲۴ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۶۵ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۷۳ نورې بیا د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې څلور کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر سلګونه نورو یې بیا مرستې وېشلې دي.
په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د استازي دفتر مشر تازه ویلي، چې په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.
احمد معصومیفر ویلي، چې دغه کډوال به د روان کال تر پایه له ایرانه واېستل شي.
له بل پلوه د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تېره ورځ چهارشنبه په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستيو سیاسي ناکراریو او ناامنيو په اړه یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د ډیسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې اوسېږي؛ د اوسېدو اجازه لیکونه تر لاسه کړي او له هغې پرته به له دغه ښاره واېستل شي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي