• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۷۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کورنۍ له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۵ یې د تورخم له لارې، ۳۵ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۳۹ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۸۳ نورې بیا د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۱۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر سلګونه نورو یې بیا مرستې وېشلې دي.
په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د استازي دفتر مشر تازه ویلي، چې په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.
احمد معصومیفر ویلي، چې دغه کډوال به د روان کال تر پایه له ایرانه واېستل شي.
له بل پلوه د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تېره ورځ چهارشنبه په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستيو سیاسي ناکراریو او ناامنيو په اړه یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د ډیسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې اوسېږي؛ د اوسېدو اجازه تر لاسه کړي او له هغې پرته به له دغه ښاره واېستل شي.
ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د کډوالۍ نړۍوال سازمان څخه غوښتي، چې د کډوالو په برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي او د بېړنیو مرستو پرځای دې د کډوالو بنسټیزو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي