• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسې او شمالي‌کوریا د دفاع وزیرانو د پوځي همکاریو د پراخولو په موخه سره لیدلي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسف د جمعې په ورخ (د لېندۍ ۹مه) له خپل سیال نو کوانګ چول سره په شمالي کوریا کې ولیدل. دا ناسته د اوکرایین له یو پلاوي سره د سویلي کوریا د ولسمشر له کتنې دوه ورځې وروسته ترسره شوې ده.

په وروستیو اونیو کې د شمالي کوریا شاوخوا لس زره سرتېري له اوکراین سره د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي دي.

د روسیې دفاع وزیر پیونګ یانګ ته د خپل سفر موخه "د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پراخول" وبلل.

بلوسوف زیاته کړه، چې د ستراتیژیکو همکاریو تړون په دې وروستیو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر منځ لاسلیک شوی چې د شمال ختیځې اسیا په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په لټه کې دی.

د روسیې د دفاع وزیر په وینا، دا موافقه د اټمي مقابلې په ګډون د جګړې د خطر د کمولو او په سیمه کې د قدرت د توازن د ساتلو په هدف شوې ده.

په دې غونډه کې د شمالي کوریا د دفاع وزیر هم ټینګار وکړ،چې پیونګ یانګ د "نړۍوالې سولې او امنیت ساتلو" لپاره له خپلو "روسي ملګرو" سره په ګډه جبهه کې ولاړ دی.

په وروستیو اونیو کې روسیې ته د شمالي کوریا د شاوخوا لس زره پوځیانو د استولو خبرونه خپاره شوي دي.

امریکا د لړم په دویمه نېټه تایید کړه چې د شمالي کوریا پوځیان د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي دي.

اوکراين د لړم په لسمه نېټه اعلان وکړ، چې د درېيو جنرالانو په ګډون د شمالي کوريا د پوځ ٥٠٠ پوځیان د دغه هېواد د زرګونو عسکرو سره یو ځای روسيې ته استول شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې ته د الوتنو اجازه ور کړه

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر وايي، اروپايي ټولنې د دغه هېواد له نړیوالې هوايي کرښې یا پي ای اې بندیزونه لرې کړل او له دې وروسته به د دغې ټولنې غړو هېوادونو ته الوت کولی شي.

د ۲۰۲۰ په جون کې د پیلوټانو د جعلي اسناد له امله اروپايي ټولنې ته د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې پر الوتنو بندیز ولګېد.

خو د پاکستان د دفاع وزیر وايي، اروپايي ټولنې بیا دغه شریکت ته اجازه ور کړې، چې دې وچې ته الوتنې وکړي.

خواجه اصف نن په خپل ټوېټر کې لیکلي، چې د پاکستان د هوايي چلن وزارت د څو کلنو هڅو په نتجه کې نن دې شریکت د اروپايي ټولنې له ټولو شرایطو سره ځان برابر او بېرته یې د الوت اجازه ترلاسه کړه.

ښاغلی اصف دا هم وايي، چې پر دولتي هوايي شرکت سربېره د ایر بلو په نوم د پاکستان یوه بل خصوصي شرکت ته هم د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د الوتنو اجازه ور کړل شوې ده.

د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ جون پر ۳۰ د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې د پیلوټانو د جعلي سندونو د خبر خپرېدو پسې دغې ټولنې ته د دې شریکت پر الوتنو بندیز ولګاوه.

هغه وخت د حکومت په هڅو پسې د همغه کال د جولای تر ۳ د لنډمهال لپاره التونو ته اجازه ور کړل شوه، خو بیا تر اوسه پرې بندیز و.

هغه مهال د پاکستان د هوايي چلن وزیر د خپل هېواد پارلمان ته خبرو کې منلې وه، چې تر ۱۵۰ پیلوټان سندونه نه لري.

په مومندو کې د پښتون شاعر انور شاه بورا پر کور ډرون برید شوی دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۰

پښتون شاعر انور شاه بورا په یوه ویډیویي وینا کې وايي، پر کور یې د پاکستان د پوځ ډرون الوتکې برید کړی دی. ځايي سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه پېښه کې د انور شاه بورا یو کوچنی زوی وژل شوی او د هغه د میرمن په کډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو نن جعمې په ورځ «د لیندۍ۹مه» وویل چې دغه پېښه تېره شپه د مومندو ولسوالۍ امبار کې د اتمان خېل په نوم کلي کې شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د دې پېښې په ژوبلو کسانو کې پنځه ماشومان او یوه ښځه شامله ده.

په یوه ویډیویي وینا چې په هدایره کې د ژول شوي ماشوم د جنازې ادا کولو پرمهال ثبت شوې ده، پښتون شاعر انورشاه بورا وايي چې د ده پر کور ډرون الوتکې برید کړی دی.

انور شاه بورا په دې ویډیويي پېغام کې وویل:« د ماخستن لمانځه باندې ولاړ وم، ډرون د کور پر سر ولاړه وه، کله چې راښکته شوه ټول ښځې او ماشومان یې په تماشه ول چې برید پرې وشو.»

تر دې پيښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د څارګرو ادارو اړوند په تبلغاتي اکونټونو کې دا یو لاسي بم برید ښودلی شوی دی هغه څه چې انور شاه بورا یې ردوي او له خلکو غواړي چې حققت بیان کړي.

تر دې دمه د پاکستان امنیتي ادارو ددې برید په اړه په رسمي ډول څه نه ډی ویلي.

په وروستیو کې د جګړې له زیاتېدو سره د پاکستان پوځ د پښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې ډرون بریدونو ته زور ورکړی دی.

له ډیورنډ کرښې ته څیرمه یوه سیمه یز خبریال لال وزیر وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې دوولس ډرون بریدونه کړي دي.

لال وزیر:« په قبایلي سیمو کې ترسره شوي وروستي ډرون بریدونو کې زیاتره عام خلک په نښه شوي دي او قربانیان هم عام ولس دی.»

وزیر په دې باور دی چې که حالت په داسې ادامه پیدا کړي نو په راتلونکي کې به د سیمې خلک ملي پاڅون وکړي.

پاکستانی خبریال په لاریونونو کې د وژل شويو کسانو د څېړنو له امله په ترهګریزو کړنو تورن شو

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د هغه پاکستاني خبریال وکیل چې د عمران خان د پلویانو په لاریون کې یې د مرګ ژوبلې په اړه پلټنه کوله، ویلي چې مطیع الله جان د چهارشنبې په شپه د «ترهکریزو» کړنو په تور نیول شوی دی.

مطیع الله خان د پاکستان په سیاست کې د هغه هېواد د پوځ د لاسوهنو په تړاو له سختو نیوکه کوونکو څخه دی.

دغه خبریال له نیول کېدو ساعت وړاندې په یوې ټلویزیوني خپرونه کې د یو روغتون څخه هغه تر لاسه شوي اسناد او شواهد وښودل، چې د پاکستان د حکومت هغه ادعا یې دروغ ثابتوله چې ویل یې د لاریونوالو د خورولو لپاره یې له جنګی مرمیو او ګولیو څخه کار نه دی اخیستی.

د مطیع الله جان همکار ثاقب بشیر وویل، چې د چهارشنبې په شپه هغه او یو همکار یې د پاکستان د طبي علومو د انسټیټیوت د موټرو له پارکېنګ څخه په یو موټر کې سپاره شول.

دغه خبریال وايي، چې هغه له خپل همکار سره په لاریون کې د وژل شویو کسانو د شمېرو په راټولولو بوخت وو، چې امنیتي ځواکونو سترګې پرې وتړلې او موټر کې یې سپاره کړل.

ښاغلی بشیر وايي هغه درې ساعته وروسته په یو بل واټ کې له موټره ښکته او خوشې کړای شو.

د مطیع الله جان وکیل ایمان مزاري بیا وايي، چې د هغه موکل د ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاقو او پر پولیسو د برید په تورونو نیول شوی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ښاغلی جان تورن کړی، چې د نیولو پر مهال یې نشه‌یي توکي کارولي و.

مطیع‌الله جان د محکمې په یوې غونډه کې پر هغه لګېدلي ټول تورونه «دروغ، بې بنسټه او خندونکي» بللي او ویلي یې دي، چې هغه په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو په اړه په تحقیق لګیا و.

په تېرو ورځو کې، د عمران خان ملاتړي او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویان په یو ستر لاریون کې اسلام اباد ته وردننه شول.

د پاکستان حکومت دغه لاریون کوونکي د څلورو پولیسو په وژلو تورن کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند هم ویلي، چې د دغه ګوند پر زرګونو غړو مرمۍ ورول شوي او د هغوی لسګونه پلویان وژل شوي دي.

له خبریالانو د ملاتړ کمېټې د مطیع الله جان په «نیول کېدو» اندېښنه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

پوتین وايي، «هوښیار» ټرمپ به د اوکراین جګړې ته د حل یوه لاره راوباسي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو «هوښیار او تجربه لرونکي» سیاست‌وال په توګه یاد کړ.

ولادیمیر پوتین وویل، چې امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دی او ښاغلی ټرمپ به د اوکراین جګړې ته د حل یوه لاره بیامومي.

پوتین د امریکا پر اوسني ولسمشر جو بایدن نیوکه وکړه، چې د ټرمپ حکومت ته یې یو لړ «اضافي ستونزې پیدا» کړې او دا یې هم وویل چې، ښايي د ټرمپ په راتګ سره د مسکو او واشنګټڼ اړیکي ښه شي.

ټرمپ ژمنه کړې، چې د اوکراین جګړه به « په ۲۴ ساعتونو» کې پای ته ورسوي.

هغه د خپلو ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې څو ځلې له دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه، چې ایا اوکراین به په جګړه کې بریالی شي او که څنګه.

پوتین د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو د سرمشریزې په څنډو کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې پر ډونالد ټرمپ شویو دوو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو لپاره دوه ډېرې «سختې ازموېنې» تېرې کړې.

پوتین وویل، چې «د ټاکنیزو منډو ترړو په ترڅ کې د ټرمپ پر ضد له غیر متمدنه لارو چارو» څخه کار واخیستل شو او دا یې وښوده چې د منتخب ولسمشر سر او ژوند په امن کې نه دی.

داسې ښکاري چې پوتین په دغو بې پایه ستاینو سره غواړي د ټرمپ سره د تودو اړیکو یو نوی باب پرانیزي.

کرملین داسې فکر کوي، چې جمهوري غوښتونکي او د ټرمپ پلویان د اوکراین د خاورې په یوې برخې د روسیې د ولکې پلویان دي او د روسیې د سټراتیژۍ سره همغږي دي چې وايي په اوکراین کې دې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

پوتین یو ځلې بیا اوکراین ته ګواښ وکړ، چې پوځ به یې د بالیستیک نوي توغندي وکاروي چې تېره اونۍ یې پر اوکراین توغولي و.

هغه خبرداری ورکړ، چې پوځ به یې د دغو توغندیو په توغولو سره به د اوکراین پوځي تاسیسات او مهم وزارتونه په نښه کړي.

پوتین خپلو تېرو شرطونو ته په اشارې سره وویل، که اوکراین له ناټو ټلوالې سره له غړیتوبه تېر شي او د اوکراین په څلورو ختیځو ولایتونو کې د روسیې واکمني ومني؛ نو جګړه به ختمه شي.

دغه شرطونه په تېر کې کي‌یف رد کړي وو؛ خو ځیني لویدیځ چارواکي له هغې ډلې د ټرمپ استازي اوکراین ته ویلي، چې د زلینسکي حکومت د سولې لپاره بله هېڅ لاره نه لري، پرته له دې چې له ځینو نیول شویو سیمو تېر شوی نه وي.

د حزب الله د وسله والو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۴ GMT+۰

څلورو جګپوړو لبناني چارواکو ویلي، چې د حزب الله د وسله والو مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي او دغه ډله باید خپل مړي ښخ کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپول له مخې، درېیو لبناني سرچینو د مخکینیو نا راپور شویو داخلي اټکلونو له مخې لیکلي چې حزب الله په دې باور دی چې په ۱۴ میاشتنۍ جګړې کې ښایي د وژل شویو وسله والو شمېر څو زرو ته ورسیږي، چې ډېری یې د سپټمبر په میاشت کې د اسراییل په عملیاتو کې وژل شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې د ایران له ملاتړه برخمنې دغې ډلې ښايي تر ۴ زره کسان له لاسه ورکړي وي. لبناني چارواکو ويلي، چې تر اوسه په دغو جګړو کې ۳ زره او ۸۰۰ کسان وژل شوي، مګر په دې شمېر کې د ملګي او پوځي کسانو توپیر نه دی شوی.

د حزب الله پر وړاندې د ننګونو په اړه رویټرز له ځینو کسانو سره خبرې کړي چې ځینو یې د دغو حساسو مسلو په اړه د خبرو کولو له امله له نوم اخیستلو څخه ډډه کړې.

د حزب الله یو جګپوړي سیاستوال حسن فدا الله رویټرز ته ویلي، چې لومړیټوب به یې خلک وي.

هغه وویل: «بې پناه خلکو ته پناه ورکول، د نړیدلو ودانیو پاکول، د شهیدانو تدفین مو لومړیتوب دی او په بل پړاو کې د بیارغونې لپاره پلان موجود دی.»

د اسراییل پوځي عملیاتو تر ډېره حده د حزب الله په شیعه میشتو سیمو راټول وو، چیرې چې د دوی ملاتړي سخت ځپل شوي دي.

له سویلي لبنان څخه یوه مېرمن حوا له خپلې کورنې سره چې د حزب الله لپاره جنګیږي وویل: «یو ورور مې لرلو چې شهید شوی، لیور مې په پیجر برید کې ټپي شو او زما ګاونډیان او خپلوان ټول یا شهیدان دي یا ټپیان او یا هم ورک دي.»

حوا زیاته کړه: «غواړو شهیدان مو راټول او ښخ کړو. موږ غواړو خپل کورونه بیا جوړ کړو.» حوا تر هغې خپل کلي کې پاتې شوې وه، چې اسراییل د سپټمبر په میاشت کې مجبوره کړه چې کلی پریږدي.

د اسراییل بریدونو له یو میلیون څخه ډېر خلک بې ځایه کړي، چې ډېری یې د هغو سیمو دي چیرې چې حزب الله واک لري.

د لبنان یو لوړ پوړی چارواکی چې د حزب الله له فکر سره اشنا دی وایي، چې دوی به د خلکو د بیرته رستنولو او د خپلو کورونو په بیا رغولو باندې متمرکز وي. هغه وویل: "چې حزب الله د یو ټپي انسان په څیر دی. ایا یو ټپي اسنان راپورته کیدلی او جنګیدلی شي؟ زخمي انسان جوړیدلو ته لېواله وي."

دغه چارواکي تمه درلوده چې حزب الله به له جګړې وروسته د یوې پراخې پالیسۍ بیاکتنه وکړي او د ټولو لویو مسلو لکه اسراییل، د هغه وسلې او د لبنان داخلي سیاست په اړه به له سره غور وکړي.