• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر درې نیم میلیونو ته ورسېد

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر درې نیم میلیونو ته رسېږي. د دوی په منځ کې، یو میلیون ۴۰۰ زره افغانان د پي او ار د استوګنې کارت لري او نور ۸۰۰ زره افغانان بیا د اې سي سي کارتونه لري، خو ۶۰۰ زره افغان کډوال د اوسیدو اسناد نه لري.

پاکستانۍ ورځپاڼې "بزنس ریکارډر" د جمعې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په نهمه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په حواله لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر نیولو وروسته ۷۰۰ زره افغانان چې پاکستان ته داخل شوي، په پام کې لري چې له پاکستانه بل هېواد ته ولاړ شي.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان حکومت د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو جبري ایستل پیل کړل، چې له امله یې د افغان ستنېدونکو لپاره اقتصادي ستونزې او سخت رواني فشارونه زیات شوي دي.

ډیری ستنېدونکو دا چلند د "توهین وړ" وباله او د دوی د شخصي ملکیتونو د ضبط کولو خبرونه یې تایید کړل.

له بلې خوا د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له شلو میلیونو ډېر خلک له بې وزلۍ سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو واکمنۍ د دې لامل شوې چې ډیری مرستندویه سازمانونو د "بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو ضد" پالیسیو له امله خپل فعالیتونه ودروي یا د پام وړ کم کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۷ مه اعلان وکړ چې د ډیسمبر له ۳۱ وروسته به افغان وګړو ته له رسمي اجازې پرته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه ور نه کړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون ادعا شوې ده.

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند له اسلام اباده د افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر نوې پرېکړې نیوکه وکړه او هغه یې غیر عادلانه وبلله.

نوموړي ویلي چې افغانان په پاکستان کې د داخلي سیاسي اختلافاتو له امله په نښه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د واورې ورېدو له امله سالنګ لار وتړل شوه

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند وایي، د واورې ورېدو، توپان، او ځاني او مالي زیان د مخنیوي لپاره پر سالنګ لویه لار تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول موټرو چلښت بند شو.

سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره تړي، چې له سختو لوړو غرنیو لارو تېرېږي.

خو له پرون راهیسې پر سالنګ سربېره د افغانستان مختلفو ولایتونو کې واوره پیل شوې ده.

د طالبانو د تولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ملي رادیو تلوېزون ته ویلي، چې د همدې واورې له امله به دا لار تړلې وي.

د نوموړي په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي د هوا ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته پرانیځي.

نږدې پنځلس ورځې مخکې هم دا لار د واورې ورېدو له امله تړل شوې وه.

کاظمي قمي د دوحې په کاري ډله کې د ښځو او مدني ټولنې له شتون سره مخالف دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د ایران ځانګړي استازي له نشه یي موادو سره دمبارزې په کاري ډله کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو له شتون سره مخالفت وکړ . کاظمي قمي د افغانستان د سیاسي او مدني بنسټونو د پراخ ګډون لپاره د غربي هېوادونو د غوښتنې په ځواب کې وویل، له نشه یې توکو سره مبارزه باید سیاسي نه ‎شي.

حسن کاظمي قمي له ایسنا خبری اژانس سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې تخنیکي او تخصصي مسایل باید له سیاسي مسایلو جلا شي او باید اجازه ورنه کړل شي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې موضوع د سیاسي فشار یوه وسیله وګرځي.

د دغه رپوټ له مخې هغه دغه څرګندونې د لويديځ د ځينو استازو په تېره بيا د امريکا او اروپايي ټولنې د هغو نيوکو په ځواب کې وکړې چې په دغو غونډو کې يې د افغانستان د سياسي او مدني بنسټونو د پراخ ګډون پر اړتيا ټينګار وکړ.

حسن کاظمي قمي د روسيې د استازي له قوله وويل چې د لويديځ له خوا د تخنيكي مسايلو د سياسي کولو له هڅې سره سخت مخالفت كوي او خبردارى يې وركړ چې كه دا لړۍ همداسې دوام وكړي، نو مسکو به په راتلونكو خبرو اترو كې ګډون ونه كړي.

هغه زیاته کړه چې روسیې ټینګار کړی چې امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډله د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي او استدلال یې وکړ چې دا یو تخنیکي او تخصصي کاري ډله ده او باید سیاسي نه شي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړنۍ غونډه چې د دوحې د پروسې یوه برخه ده، د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ مه په انلاین ډول جوړه شوه.

یوناما اعلان وکړ، چې دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږو اړیکو بنسټ جوړوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دې کاري ډله کې ښځې، افغان مدني ټولنې او د طالبانو مخالفين شتون لري او که نه.

د دوحې دریمه ناسته د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ (د جنګاښ په ۱۰ او ۱۱) د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.

د دوحې په دریمه ناسته کې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په دې ناسته کې ښځې، مدني ټولنې او د طالبانو سیاسي مخالفینو ګډون نه درلود.

ایراني رسنیو مخکې ویلي وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړی دی.

د راپورونو له مخې، علی رضا بیکدلي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د استازي په توګه ټاکل شوی او ډېر ژر به خپله دنده پیل کړي.

پاکستان تایید کړه چې د عمران خان د پلویانو د لاریون پر مهال یې یو شمېر افغانان نیولي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې په اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو په لاریون کې افغان وګړي نیول شوي دي. اغلې بلوچ وايي چې د نیول شویو کسانو شمېر او هویت به ډېر ژر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له خوا اعلان شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ «د لیندۍ ۹مه» په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان په سیاسي لاریونو کې د بهرنیو وګړو ګډون «غیر قانوني» دی.

هغې ټینګار وکړ، چې بهرنیان باید د پاکستان له سیاسي چارو لرې پاتې شي.

دغې چارواکې په دغو لاريونونو کې د نيول شويو افغانانو شمېر په ډاګه نه کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د لاریونونو پر مهال د افغان ګړو د نیولو اعلان کړی دی.

د تلې په نیمايي کې د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو په لاریون کې پاکستاني چارواکو د افغانانو نیول کېدل تاید کړي ول.

هغه مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې وه چې د تحریک انصاف په لاریون کې افغانان هم شامل وو او ۱۲۰ تنه یې نیولي دي خو د تحریک انصاف چارواکو دا ادعا رد کړه چې ګواکې په لاریون کې افغانانو کډون درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په وروستیو لاریونونو کې د افغانانو د نیولو اعلان په داسې حال کې کړی، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

د پاکستان حکومت هم اعلان کړی چې افغان کډوال باید د دغه هېواد په پلازمېنه کې د اوسېدو ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.

ملګرو ملتونو په بامیان کې دوه نوي ښوونځي جوړ کړي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بامیانو کې دوه داسې نوي ښوونځي جوړ کړي، چې د لمریزې برېښنا څخه هم برخمن دي.

دغه بنسټ په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ښوونځي یې د سعودي عربستان او اسلامي پراختیا بانک په مالي ملاتړ جوړ کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ د جمعې په ورځ د (لېندۍ په نهمه) وویل، چې په دغو ښونځیو کې به له زرو زیاتو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي او یاد ښونځي ټولې ښوونیزې اسانتیاوې لري.

د دغه بنسټ په وینا، دغه ښوونځي به له ژمي وروسته خپل تعلیمي کال پیل کړي.

دغه سازمان وایي، چې د دغو ښونځیو له جوړېدو وړاندې د بامیانو په دغې سیمه کې زده‌کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې چې نه یې څوکۍ لرلې او نه مېزونه.

تر دې وړاندې دغه سازمان په بامیان ولایت کې د مېرمنو لپاره د روغتیا پالنې په برخه کې د دوه کلنو زده‌کړو زمینه هم برابره کړې وه.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشري داسې مهال په بامیان کې د دغو دوو ښونځیو د جوړولو خبره کوي، چې ځینو سرچېنو د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ په پنځمه) نېټه ویلي و چې طالبانو په روزګان ولایت کې د زرو ټولګیو دروازې وتړلې.

د سرچېنو په خبره دغه ټولګي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونېسف) په مالي ملاتړ پرانیستل شوي او مالي ملاتړ یې ورسره کاوه.

داسې ویل کېږي، چې د طالبانو په دغې پرېکړې سره سلګونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

د فوربز مجله: چاپېریالي لاملونه کولای شي د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل وسیله شي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۷ GMT+۰

فوربز مجلې په باکو کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې د طالبانو ګډون ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې چاپېریالي لاملونه کولای شي د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ د لنډمهاله تعامل سبب شي.

دغې مجلې لیکلي، اذربایحان د هند او چین په ملاتړ طالبان د اقلیمي بدلون غونډې ته وروبلل.

دغې مجلې په ټینګار سره دا هم لیکلي، چې دغه تعامل باید د طالبانو په سیاستونو کې د ټولنیزو بدلونونو سبب هم شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له هغې وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د اقلیمي بدلون غونډې ته بلل کېږي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ناسته کې باکو ته تللی و.

د فوربز مجلې په مطلب کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې د طالبانو د پلاوي ټول تمرکز په دغې ناسته کې د ملګرو ملتونو څخه د نویو او پرمختللو وسایلو تر لاسه کول و.

په مطلب کې دا هم راغلي، چې د افغانستان لپاره د زرغون اقلیم له صندوق څخه یو شمېر پروژې یو ځلې بیا افغانستان ته په واک کې ورکړل شي.

په مطلب کې راغلي، چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې یو له ځپل شویو هېوادونو څخه دی او د ګڼو چاپېریالي ستونزو او وحشي ځناورو د ورکېدو له هغې ډلې د واورین پړانګ د ورکېدو سره مخامخ هېواد دی.

د افغانستان لېتیوم او په دې برخه کې د چینايي کمپنیو لېوالتیا

فلزي لېتیوم چې په افغانستان کې ډېر پیدا کېږي، یو له هغو ارزښتناکو سرچېنو څخه دي او د هغو بټریو په جوړولو کې ډېر کارېدونکي دي چې د زرغونې تګلارې په پلي کولو کې زیات ارزښتناک دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر کال په وري میاشت کې ویلي و، چې د «ګوتیون» په نامه چینايي کمپنۍ غواړي د افغانستان د لېتیم په کانونو کې لس مېلیارده ډالر پانګونه وکړي.

فوربز مجلې په خپل مطلب کې د مېشیګان نیوز سورز په حواله لیکلي، ګوتیون هغه کمپنۍ ده چې د برېښنايي موټرو د بټریو د جوړولو لپاره یې د ۲.۳۶ مېلیارده ډالرو په ارزښت د یوې کارخونې د جوړولو تکل کړی، دغه کمپنۍ د مېشیګان ایالت سره نږدې ده او د دغه ایالت د قانون جوړونکو تر څار لاندې هم ده.

فوربز لیکلي، چې د دغې کارخونې اومه توکي به له افغانستانه تر لاسه کېږي.

دغې مجلې لیکلي، چې د طالبانو له هغو سیاستونو څخه چې د ښځو پر ضد یې پلي کوي او له بشري حقونو سرغړونې کوي، نړۍوال یې سخت خوابدي کړي دي؛ خو وايي نړۍ نه شي کولای چې د چاپېریالي ننګونو سره، سره د افغانستان خلک یواځې پرېږدي.

د مجلې په دغه مطلب کې لیکل شوي، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې له طالبانو سره تعامل، کولای شي د هغه ډاډ تر لاسه کولو لپاره یو لاره هواره کړي چې لږ تر لږه په چاپېریالي برخو کې شته اندېښنې راکمولای شي.