د ښځو د وضعیت د څېړلو په اړه د جرمونو له نړۍوالې محکمې د بشري حقونو د یو سازمان ملاتړ
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو یوې ډلې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت د څېړلو په اړه د جرمونو له نړۍوالې محکمې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. یادې ډلې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی په فاجعې او د بشریت ضد په جنایت بدل شوی دی.
تېره اونۍ شیلي، کاسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض دوسیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وړاندې کړه.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ومنله، چې په دې اړه دوسیه یې ترلاسه کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو یادې ډلې د شنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې وویل: «په افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی نور په انفرادي مواردو پورې محدود نه دی، بلکې په یوې فاجعې او بشري ضد جنایت بدل شوی دی.»
دغه سازمان ویلي، چې دوی د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د هر اړخېزو ارزونو په موخه د جرمونو د نړۍوالې محکمې د لوړپوړي څارنوال کریم خان له ارادې ملاتړ کوي.
یاد سازمان زیاتوي، چې د طالبانو لهخوا سیاسي، سیسټماټیک تاوتریخوالی، ټولنیز او د نارینهپالنې افکار پر افغان ښځو تپل کېږي.
د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې همداراز خبرداری ورکړ، چې زده کړو او کاري فرصتونو ته نه لاسرسي، ښځې د پراخو کورنیو تاوتریخوالو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د دې سازمان په خبره: «پر مدني ازادیو پراخو محدودیتونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی کړی دی.»
کریم خان هم اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د هغه د دفتر څېړنو د پام وړ پرمختګ لري او پایلې به یې ډېر ژر اعلان شي.
د نوموړي له دفتر څخه د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو شپږو هېوادونو له خوا د افغانستان په اړه د دوسیې وړاندې کول د دې هېواد د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه د وضعیت د خرابوالي په تړاو جدي اندېښنه ښيي.
کریم خان ټینګار وکړ، چې دې هېوادونو له نوموړي غوښتي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې شوي جنایتونه په خپلو روانو څېړنو کې شامل کړي.
هغه روښانه کړه، چې دفتر به یې د افغانستان د وضعیت په فعاله توګه څېړلو ته دوام ورکړي او د دې محکمې په پخوانيو څېړنو کې هم د ښځو د بشري حقونو د سرغړونو قضیې شاملې دي.