• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سالنګ لویه لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۰ GMT+۰

‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

دغه لاره تېره ورځ د غرمې په ۱۲:۵۰ بجو د واورې ورېدو او د سخت توپان له امله تړل شوې وه.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د شپې په شاوخوا ۸ بجو د دغه وزارت د هڅو په پایله کې بېرته د ټرافیک لپاره خلاصه شوه.هغه لیکلي، چې اوس‌مهال واوره درېدلې او اسمان هم ځای، ځای وریځ دی.د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له ټولو خلکو غوښتي، چې د ځان د خوندیتوب لپاره دې د سفر پر مهال په ټولو وسایلو سمبال اوسي.د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې (د لېندۍ ۹مه نېټه) د سالنګونو په ګډون په ۲۴ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی و.




ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و