د پاکستان د خبریالانو ټولنه وایي، د افغان خبریالانو اندېښنې یې له چارواکو سره شریکې کړې
د پاکستان د خبریالانو ټولنې له هغه وروسته دغه څرګندونې کړې، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له ډیسمبر میاشتې وروسته افغانان د پولیس د راجسټر کارتونو پرته دلته د اوسېدو حق نه لري.
د دغې ټولنې مشر افضل بټ د جمعې په ورځ د ( نومبر ۲۹مه) د یوې ناستې پر مهال په اسلام اباد کې مېشتو افغان خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د کورنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او د حل لارې به ورته ولټوي.
ښاغلي بټ دا رنګه وویل: «په ټوله نړۍ کې ټول خبریالان د خپل مسلک له اړخه د درناوي وړ دي او د نورو وګړو پرتله نړۍوال هم دغه قشر ته په درنه سترګه ګوري، د پاکستان حکومت ته هم په کار ده چې د افغان خبریالانو لپاره چې په ډېرو سختو شرایطو کې بې وطنه شوي او دلته له سختو ستونزو او کړاونو سره هم مخامخ دي احترام وکړي او د هغوی خوندیتوب دې تضمین کړي.»
ښاغلي بټ افغان خبریالانو ته ډاډګېرنه ورګړه، چې د دوی د خوندیتوب لپاره به د اسلام اباد د خبریالانو ټولنه له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغان خبریالانو د ځورولو او ربړولو سبب شي.
د نورو افغان کډوالو په څېر د خبریالانو اندېښنې له هغه وروسته زیاتې شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ په ډانګ پیېلې توګه وویل چې د ډسمبر له میاشتې وروسته هیڅ افغان د پولیسو د ځانګړي سند (اېن او سي) پرته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اوسېدو حق نه لري.
کله چې د نومبر په ۲۴مه په اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو او د تحریک انصاف ګوند ملاتړو لاریون وکړ؛ نو پولیسو د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې لاریونوال ونیول او دا یې هم وویل چې په دوی کې شاوخوا ۵۰ تنه یې افغانان وو.
بله غاړه افغان کډوال په تېره بیا خبریالان وایي، چې دوی سره له دې چې پاسپورټونه او ویزې لري، د اسلام اباد د پولیسو په دفتر کې راجسټر شوي هم دي او دوی په هیځ ډول سیاسي هلو ځلو کې ښکېل نه دي.
دا مهال د ځینو شمېرو له مخې، تر ۱۵۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو کورنیو سره په اسلام اباد کې دېره دي، دوی وېره لري که دوی له دغه هېواده اېستل کېږي؛ نو په افغانستان کې دوی خپل ځان او خپلې کورنۍ خوندي نه ګڼي.
دغه خبریالان له نړۍوالو بنسټونو او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غوښتته کوي، چې یا دې د دوی د مهاجرت اړونده دوسیې ژر تر ژره بشپړې کړي او یا دې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې د دوی د خوندي پاتې کېدو لپاره دې د لارې پر سر شته خنډونه لرې کړي.
د ځینو راپورونو له مخې، په تېرو دوو وروستیو ورځو کې د اسلام اباد پولیسو د ۲۰۰ په شاوخوا کې افغان کډوال نیولي او زندانونو ته یې لېږلي دي.