• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانی چارواکی: ملګري ملتونه دې د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره مرسته وکړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۷ GMT+۰

د پاکستان دولتي ټلویزیون د خیبر پښتونخوا ایالت د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر له قوله راپور ورکړی، چې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د مېشتو ۳ میلیون افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره مرسته وکړي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۷مه) د خیبر پښتونخوا د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر امیر مقام له قوله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې تر درې میلیونه ډير افغان کډوال له ډيره وخته مېشت دي.
نوموړي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دغو افغان کډوالو لپاره باید له پاکستان سره مرسته وکړي.
دغه پاکستانی چارواکی وايي، که افغان کډوال غواړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي، د هغوی لپاره به پاکستان اسانتیاوې برابرې کړي.
امیر مقام وايي، په پاکستان کې د نورو هېوادونو پرتله ډیر افغان کډوال مېشت دي، چې دا مهال یې شمېر ۳ میلیونو ته رسیدلی دی.
د خیبر پښتونخوا د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر په داسې حال کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه د افغان کډوالو لپاره پاکستان ته د مرستې غوښتنه کوي، چې څو ځله د دغه هېواد د چارواکو له لوري د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ژمنې شوي، خو بیا هم پاکستان نږدې هره ورځ لسګونه افغان کډوالې کورنۍ له ځورولو او بندي کولو وروسته په زور له خپل هېواده باسي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي