الجزیره: په غزه کې د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییل په برید کې ۵۰ تنه وژل شوي دي

الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې په غزه کې یوه روغتون ته څیرمه د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییل په برید کې له ۵۰ ډیر کسان وژل شوي. د راپور له مخې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.