• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وایي له ناټو څخه د امریکا وتل شونې دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د امریکا منتخب ولسمشر د یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر څخه وغوښتل، څو له اوکراین سره د ژر تر ژره اوربند په اړه اقدام وکړي.

ډونالډ ټرمپ همداراز وویل، چې د اړتیا په صورت کې اوکراین ته د پوځي مرستو د کمولو او له ناټو څخه د وتلو لپاره چمتو دی.ټرمپ په خپل ټروټ ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ باید اوربند ژر وشي، ترڅو مذاکرات پیل شي.نوموړي زیاته کړه، چې چین کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.اخوا د کرملین ویاند ډیمیټري پسکوف د ټرمپ پیغام ته په ځواب ورکولو سره وویل، چې مسکو له اوکراین سره د مذاکرې لپاره چمتو دی.پسکوف د زېلېنسکي د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر میاشتې فرمان ته اشاره وکړه، چې ویلي یې و د پوتین په مشرۍ هر ډول مذاکرات ناشونې دي.دا فرمان ترهغه وروسته صادر شو، چې پوتین د اوکراین څلورې سیمې د روسیې د خاورې یوه برخه اعلان کړه، هغه اقدام چې کییف او لوېدیځ یې په بشپړ ډول د حاکمیت نقضول بولي.له دې سره، د اوکراین ولسمشر په پاریس کې له ټرمپ سره خپلې وروستۍ خبرې اترې اغېزمنې بللي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.نوموړي پر ټېلګرام خبرداری ورکړ، چې اوکراین عادلانه او قوي سولې ته اړتیا لري، چې روسان یې نقض نه شي کړای.لوېدیځ هېوادونو وېره لري، چې په بیړې توافق ښایي اوکراین ته زیانمنونکي پایلې ولري او روسیې ته اجازه ورکړي، چې خپل پوځي ځواک تقویه کړي او بیا ځلې جګړه پیل کړي.









ډېر لیدل شوي

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی
۱

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۲

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۳

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ټرمپ سلاکارانو تر ۲۰۲۹کال پورې له ایران سره د جګړې د دوام احتمال ارزولی

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی