د ازادۍ ملي ګوند د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع اېتلاف سره پرېکون اعلان کړو

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په مشرۍ د ازادۍ ملي ګوند د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع اېتلاف سره پرېکون اعلان کړ. یاد ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د دغه اېتلاف تګلارې زموږ له لید لوري سره ټکر کې دي.»