‏د سالنګ لویه لاره به سر له سبا د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي‏

طالبان وایي، چې د سالنګ لویه لاره به سر له سبا (د مرغومي څلورمه) د سوداګریزو موټر او مساپرو لپاره بېرته پرانیستل شي. دغه لاره له تېرې اوونۍ راهیسې د رغونې چارو له امله تړل شوې وه.