نبیل: طالبان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې وړتیا نه لري

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون ویلي، چې طالبان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې وړتیا نه لري.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه، نه یوازې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې وړتیا نه لري، بلکې د دوی شتون خپله د افغانستان ملي امنیت د سخت کمزورۍ او د هېواد د ځمکنۍ یووالي د ګواښ لامل ګرځېدلی دی.»
د نوموړي په خبره، طالبان د نیابتي موخو لپاره په واک کې ځای پر ځای شوي او د بهرنیو قدرتونو په لاس کې داسې یوه وسیله ده، چې هدف یې د افغانستان د بنسټونو ورانول، د ملي ادارو فلج کول او په هېواد کې د اوږدمهاله بېثباتۍ رامنځته کول دي.
ښاغلی نبیل دغه راز وایي، چې طالبانو د افغانستان په کورنیو چارو کې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او همداراز د هېواد د حاکمیت د قرباني کولو لپاره د نیابتي لوبې برخه ګرځېدلې دي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، چې پاکستان د افغانستان په خاوره د بریدونو په ترسره کولو سره غواړي نړۍوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته دا پیغام ورسوي، چې طالبان یوازې د دوی د استعماري او توسعوي سیاستونو وسیله دي.
رحمت الله نبیل زیاتوي، چې د افغانستان په ملکي سیمو بمبارۍ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژل شوي، نه یوازې د بشریت پر وړاندې یو ښکاره جنایت دی، بلکې د نړۍوالو قوانینو او د افغانستان د ملي حاکمیت په وړاندې د پاکستان د مطلقې بېپروايۍ څرګندونه کوي.
د هغه په وینا، د افغانستان په خاوره د پاکستان بریدونه د افغانانو او نړۍوالې ټولنې لپاره یو جدي خبرداری دی، چې نور باید د پاکستان د ښکاره تجاوز او په سیمه کې د نیابتي جګړو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
نبیل په داسې حال کې د طالبانو پر حکومتي چارو او د پاکستان په بریدونو غبرګون ښودلی، چې د پاکستان پوځ د هوایي بریدونو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو شمېر سیمې په نښه کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
تر اوسه د پېښې د تلفاتو د کره شمېر په اړه طالب چارواکو څه نه دي ویلي.
