طالبان د دې ډلې د اوبو او انرژۍ د وزیر پر موټرو د برید ادعا ردوي

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې وسلوالې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر د موټرو پر کاروان د برید ادعا کړې، خو په دغه وزارت چارواکي دا ادعا ردوي.

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې وسلوالې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر د موټرو پر کاروان د برید ادعا کړې، خو په دغه وزارت چارواکي دا ادعا ردوي.
مقاومت جبهې په خپل اېکس کې لیکلي چې نن یې د کابل خیرخانه کوتل کې د عبدالطیف منصور پر ګاډو برید کړی دی.
دوی وايي د ښاغلي منصور یو ساتونکی یې وژلی او دوه نور طالبان یې ټپي کړي دي.
خو د طالبانو په اوبو او انرژۍ وزارت کې چارواکو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې د خپلو مخالفانو دا ادعا رد کړه.
د عبدالطیف منضور په ګډون د طالبانو مهم چارواکي نن د کابل په شکردره کې د شاه عروس بند پرانیستې ته تللي وو.
د شاه عروس بند چارې په جمهوریت کې بشپړېدو ته نږدې شوې وې او په دوو میاشتو کې یې د پرانیستې اټکل و، خو د طالبانو واکمنېدو سره ټکنۍ شوې او څو کلونه وخت یې ونیو.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق (یونېسف) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې ۱۷۴۰۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.
یونېسف د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه د یوه ماشوم او د هغه د نیکه د عکس په خپرولو سره لیکلي، چې دا لمسی له کلونو وروسته بیا له خپل نیکه سره یوځای شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، چې سږکال د اروپايي اتحادیي په ملاتړ زرګونه افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
دغه سازمان په افغانستان کې له کورنیو سره د ماشومانو د یوځای کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې یاد ماشومان له خپلو کورنیو سرره تر یوځای کېدو وړاندې چیرې اوسیدل.
تردې وړاندې د طالبانو د کار وزارت بیا بیا راپورونه ور کړي چې له پاکستان او ایران ستانه شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.
د ځینو راپورونو له مخې، اوس هم په پاکستان او ایران کې له زدکړو او ټولنیزو حقونو محروم ګڼ شمېر بې سرپرسته افغان ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ښځو پر وړاندې خپل ټول تبعیضي فرمانونه لغوه کړي. فولکر ترک د ښځو د استخدامولو په صورت کې د نادولتي موسسو د جواز د لغوه کولو ګواښ د طالبانو لویه تېروتنه وبلله.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د سې شنبې په ورځ په یوه لیک کې د ښځو د ګمارلو په اړه نادولتي موسسو ته د طالبانو د اقتصاد وزارت د خبرداري په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
ترک وویل، د طالبانو دا دریځ یومخ ناسم دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د افغانستان د خلکو وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د ترک په وینا، غیر دولتي موسسې د افغان ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د ژوند ژغورلو لپاره د مهمو مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي او د طالبانو نوی خبرداری به مستقیما بشري مرستو ته د خلکو پر لاسرسي اغېز وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي چارواکي پر طالبانو غږ کړی چې "دغه ژور تبعیضي فرمان او نور ټول هغه اقدامات پای ته ورسوي چې زدکړې، کار او عامه خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له منځه وړي، په شمول د روغتیا پاملرنې او همدارنګه د نورو ازادیو پر وړاندې خنډ دي".
ولکر ترک په خپل لیک کې زیاته کړې چې له عامه ژوند هیڅ د خپل نیمایي نفوس په اېستلو سره یو هېواد هم سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ نشي کولی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره خپله لاره بدله کړي.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د کار وزارت کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو ته په یو مکتوب لېږلو سره له هغوی یې غوښتي چې هغه فرمان عملي کړي چې دوه کاله وړاندې یې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی و.
په دغه مکتوب کې ګواښ شوی، چې که دغه موسسې د ښځو ګمارلو ته دوام ورکړي، جواز به یې لغوه شي.

د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي، چې په دغه ښار کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.
په پاکستان کې له وروستيو پرله پسې لاريونونو او ناامنیو وروسته د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير افغانانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ډسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه لري، له دې ښاره دې ووځي.
په وروستیو څو ورځو کې په اسلام اباد کې مېشت افغانان د دغه اجازه لیک د ترلاسه کولو لپاره دغې ادارې ته ورځي.
په دغو نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې پاسپورټونه او ویزې یې لرلې.
د دغو نیول شویو کډوالو له ډلې یو تن راخوشې شوی ځوان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې د (اېن او سي) ترلاسه کولو لپاره د دفتر مخې ته ګڼ افغانان ولاړ وو چې پولیس راغلل او دوی یې ونیول.
د نوموړي په خبره، هغه یې د ګڼو کسانو سره د پېښور حاجي کمپ ته لېږلی و؛ خو د اسنادو تر کتو او د کورنۍ د هڅو له امله یې بېرته خوشې کړ.
هغه زیاته کړې، په دغې ډله کې داسې کسان هم ورسره وو چې د اوسېدو قانوني اسناد ویزه او پاسيورټ یې نه لرل، چې ځیني یې افغانستان ته ستانه کړای شول او د پاتې کسانو له برخلیکه خبر نه دی.
د هغه په خبره:« یوه اونۍ وروسته مې امریکا ته پرواز دی؛ که ډیپورټ شوی وم، ټول کارونه او زحمتونه مې په اوبو لاهو کېدل. ماته ورته داسې نور کسان هم وو، چې پروازونه یې نږدې و؛ خو برخلیک یې لا روښانه نه دی.»
هغه وایي، پولیسو شاوخوا ۷۰ تنه افغانان تېره ورځ نیولي وو.
همدا تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي و، چې دغه کډوال هم په خپله خوښه تو هم په زوره ستانه کړای شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.

د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت لهخوا نن (د مرغومي ۱۱مه) د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې تړاو په جوړې شوې غونډه کې ګڼو طالب چارواکو ګډون کړی و.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره د دغه بند د چارو بشپړېدل له ارزښته ډک او ګټور ګام دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د څو لسیزو جګړو له امله د اوبو په برخه کې بنسټیز کارونه نه و تر سره شوي.
د هغه په وینا، د دغه بند کار چې په ۱۳۸۹ کال کې پیل شوی و په مسلکي توګه یې چارې پای ته ورسېدې.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا ویلي، چې طالبان د اوبو د مدیریت په برخه کې ځانګړې پروژې په پام کې لري.
هغه زیاته کړې، چې د بندونو جوړول د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوې وچکالۍ د مهار لپاره اغېزمن دي.
ورته مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور بیا ویلي، چې د شاه او عروس بند به د کابل د اوبو د کموالي ستونزې هوارې کړي.
د هغه په وینا، پر دغه بند له ۲۵۰ مېلیون ډالرو ډېر لګښت شوی.
هغه زیاتوي، دغه بند کولای شي چې د کابل ۲۰زرو اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابرې کړي او ۳زره او ۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
په دغې غونډه کې بیا د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید ویلي، چې له کلونو وروسته د کابلیانو هیلې پوره شوې.
نوموړي دغه پروژه د افغانستان لپاره د طالبانو لویه لاسته راوړنه یاده کړې.
د کتونکو په وینا، د شاه او عروس بند چارې د تېر رژیم پر مهال بشپړېدو ته نږدې شوې وې؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته یې طالبانو چارې پرمخ یوړې او اوس دغه ډول لویې پروژې د خپلې ډلې لاسته راوړنې یادوي.

په کندهار ولایت کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د سلګونه وحشي او اهلي حیواناتو د ساتلو په موخه ژوبڼ جوړ شو.
دغه ژوبڼ د درې سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، چې هره ورځ یې لیدو ته سلګونه کسان ورځي.
د راپورونو له مخې، په دغه ژوبڼ کې نږدې پنځوس ډوله وحشي او اهلي حیوانات ساتل کېږي.
د کندهار ولايت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمد حنيف حقمل رسنیو ته ویلي:«دغه ژوبڼ د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په ۲،۵ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په مربوطاتو کې جوړ شوى دى».
نوموړي د دې ژوبڼ د جوړېدو موخه د خطرناکو او له انقراض سره د مخ ژوو د انقراض مخنیوی بللی دی او وایي، چې په دې ځای کې به د دغو ژوو د نسل په زیاتوالي کار وشي.
هیره دې نه وي، چې کندهار له دې ژوبڼ وړاندې هم یو ژوبڼ درلود، خو د نه پاملرنې له امله یې ژوي مړه شول او یاد ژوبڼ هم پسې له منځه ولاړ.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له کمنېدو وروسته د ژوو د ساتنې او پاملرنې په موخه داسې یو ژوبڼ جوړېږي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېری وخت نیوکې دا دي، چې د تفریح ځایونو په جوړولو او ساتلو کې اړوند مسوولان پاملرنه نه کوي.