د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ لپاره بیرته پرانیستل شوه

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د واورې پاکولو چارې بشپړې شوې او دغه لاره نن سهار د مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه. دغه لویه لاره د ډېرو واورو د ورښت له امله له تېرو څلورو ورځو راهیسې تړلې وه.