د پښتونخوا د کرک ولسوالۍ بازار کې یو ټېلر له ځینو موټرو سره ټکر کړی ۱۰ کسان په کې مړه شوي

د پښتونخوا له کرک ولسوالۍ څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د یوه باروړونکي ټیلر او نورو سورلۍ موټرو تر منځ د ټکر په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي او له ۱۵ زیات ټپیان شوي. ویل کیږي، د باروړونکي موټر برېکونو کار پریښی و او دغه پېښه رامنځته شوې.