• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له زده کړو د نجونو راګرځول د هغوی د روښانه راتلونکي مخه نیسي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۰۶ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د (مرغومې ۲۲مه) په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس په خپلې پرانېستونکې وینا کې د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې نجونې زده کړو ته نه پرېښودل په لوی لاس د دوی د روښانه راتلونکی مخنېوی دی.
په پاکستان کې مسلمان هېوادونه داسې مهال دغه کنفرانس جوړوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو سخت بندیزونه لګیدلي او د پاکستان له بلنې سره، سره یې هم په دغه کنفرانس کې برخه نه ده اخیستې.
شهباز شریف د خپلې وینا؛ پر مهال یادونه کړې چې د پاکستان دننه هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې یو شمېر ننګوونې پرتې دي دغه هېواد کې نږدې ۲۸ میلونه کوچنیان له زده کړو بې برخې دي چې ډېره برخه یې نجونې دي.
هغه پاکستان د ښخو د زده کړو لپاره ژمن هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې د دوی په سیاست کې ښځینه ځانګړی رول لري او له دغې ډلې یې د پنجاب د اوسنۍ اعلی وزیرې مریم نواز او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیر بې نظیر بهوټو د نومونو یادونه وکړه.
شهباز شریف په خپل ګاونډ افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو روانو بندیزونو ته په خپله وینا کې هېڅ ډول اشاره ونکړه؛ خو د نوبل جایزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ دغه کنفرانس ته د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسیدلې او ژمنه یې کړې چې د افغان نجونو د زده کړو په ملاتړ به دغه کنفرانس کې غږ پورته کوي.
د دغه دوه ورځني کنفرانس په پای کې به د مسلمانو هېوادونو له لوري‌ یو پرېکړه لیک هم لاسلیک شي.
د مسلمانو هېوادونو په دغه کنفرانس کې به د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو زده کړو پر وړاندې د پېښو ننګوونو او شته فرصتونو په تړاو خبرې وشي او د حل لارې چارې به ورته ولټول شي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله چې ځان د مسلمانو امیرالمومنین ګڼي بیا پر نجونو او ښځو خپل بندیزونو ته د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې دوام ورکو‌ي چې په تازه اقدام کې یې نجونې له طبي زده کړو هم راوګرځولې.
طالبان نه یوازې دا چې د نجونو زده کړو په مخالفت کې د افغانانو له لوري ننګول شوي بلکې مسلمانو هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم پرې توندې نیوکې کړي؛ خو طالبانو دغو نیوکو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.
باورونه دا دي چې طالبان د ښځو پر کار او زده کړو له بندیزونو نه تېرېږي؛ نو له همدې کبله اوس له افغانستانه د دغه ډلې د واک د پای ته رسیدو لپاره تاوده بحثونه کېږي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي