• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: پاکستان د نجونو زده‌کړو په کنفرانس جوړولو سره غواړي د طالبانو مشر خجالت کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان ځکه د نجونو د زده‌کړو په اړه کنفرانس جوړوي چې د طالبانو مشر په دې کار سره خجالت کړي. اسلام اباد به نن «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په تړاو د یو کنفرانس کوربه وي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په دې کنفرانس کې به د ۴۴ مسلمانو هېوادونو د پوهنتونونو د غړو په ګډون ۱۵۰ نړۍوال شخصیتونه برخه اخلي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن شنبه د (مرغومي ۲۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا د پاکستان د رواني جګړې یوه برخه ده چې وښيي طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي او دوی د نجونو د زده‌کړو ملاتړ په نړۍواله کچه کوي.
زلمي خلیلزاد د ایکس په دغه یادښت کې پر افغانانو غږ کړی چې کله به د طالبانو په وړاندې دریږي او د خپل حق غوښتنه به کوي.
هغه وړاندې وايي، چې طالبانو د اسلام او افغاني کلتور خلاف د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي او له هغوی یې دا حق تروړلی دی.
طالبانو لا د زلمي خلیلزاد دغه خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې د نجونو د بندیز موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع بللې او ویلي یې دي چې چاته په کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
شاوخوا درې کاله کیږي چې طالبانو له دویم ځل واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه کنفرانس ګډونوال به د بېلابېلو هېوادونو وزیران، سفیران، څېړونکي او د یونسکو، یونېسف او نړۍوال بانک په څېر د نړۍوالو ادارو استازي وي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د دغه کنفرانس موخه په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د پرتو ستونزو څېړل او دغه راز شته فرصتونه بلل شوي، خو دا لا نه ده څرګنده چې په یاد کنفرانس کې به د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه بحث وشي او که نه.

تېره ورځ د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي و، چې هغه به په دغه کنفرانس کې د افغانو نجونو لپاره د عدالت غوښتنې غږ اوچت کړي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي