د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یې پنځه وسله وال وژلي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ یې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې ډلګۍ د مشر په ګډون پنځه وسله وال وژلي دي. پوځ وايي، دغه وسله وال یې د عملیاتو پر مهال وژلي.