• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: پاکستاني پولیسو ویلي د جنورۍ له ۱۵مې وروسته دې افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ ووځي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰

‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وایي، د پولیسو له لوري افغانانو ته ویل کېږي چې د جنورۍ له ۱۵مې نېټې وروسته دې ټول بې اسناده او اسناد لرونکي افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ څخه ووځي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سرادر احمد شکېب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فلیپا کنډلر سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي دارنګه ویلي، چې دغې پرېکړې د افغان کډوالو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
‏ په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې ښاغلي شکېب دارنګه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیول کېدو او ځورونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي شکېب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښتي، چې د اې سي سي او پي او ار کارټ لرونکو افغانانو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې دې لازم ګامونه واخلي.
په خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي: «پولیس د افغان کډوالو کورونه تالاشي کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ان هغه افغانان چې ویزې او قانوني اسناد هم لري نیسي او په ځینو برخو کې ور څخه د بډې اخیستنې او ډېرو پیسو غوښتنه هم کېږي.»
‏هغه زیاته کړې، ګڼ افغانان چې له لسیزو راهیسې په پېنډۍ کې اوسېږي؛ اوس‌مهال د پولیسو او د جبري ستنېدو له وېرې یې خپل کاروبار او هټۍ له څو اونیو راهیسې تړلې دي.
‏په خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فیلیپا کنډلر هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د وروستیو اقداماتو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په دې تړاو ورته شکایتونه هم رسېدلي دي.
په خبرپاڼه کې د اغلې فلیپا له قوله راغلي: «موږ په دې اړه د پاکستان حکومت، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره څو غونډې کړې دي.»
خو طالبانو د دغې لیدنې کوم انځور نه دی خپور کړی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د طالبانو سفیر: د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي پر اسانتیا کار کوو