• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو سره پریکون کړی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې پخپل تازه راپور کې لیکلي چې طالبانو د پاکستان هغه وړاندیز نه دی منلی، چې له مخې یې د ډیورنډ پر کرښه د سوداګریزو بازارونو د جوړولو پرېکړه شوې وه.

د پاکستان د مشرانو جرګې تر دې وړاندې د ډیورنډ په کرښه او ایران سره پر پوله د دغو کوچنیو سوداګریزو بازارونو وړاندیز کړی و او ویلي یې و چې په دې سره به د دواړو غاړو خلکو ته ګټه ورسیږي او سوداګریزې راکړې ورکړې به ډېرې شي.
دا رنګه پاکستاني سناتورانو ویلي، چې دغه سوداګریز مارکیټونه به په هغو سیمو کې جوړیږي چې د پرمختیایي اړخه وروسته پاتې شوې دي.
پاکستاني سناتورانو د هغه هېواد دولتي بانک او د سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې په دې اړه ګډه غونډه جوړه کړي چې په کرښه د سوداګرو پاتې توکي ژر تر ژره لویو ښارونو ته ولیږدول شي چې سوداګرو ته زیانونه وا نه وړي.
خو د ډان ورځپاڼې په راپور کې نه دي ویل شوي چې طالبانو د کومو لاملونو له مخې د دغه کار مخالفت کړی، خو په پېښور کې خبریال رفعت الله ورکزی وایي: «پر ډیورنډ کرښه د سوداګریز بازار د جوړولو پرېکړه په کال ۲۰۲۰ کې د جمهوري نظام پر مهال شوې وه، او ویل شوي و چې پر کرښه به ۱۲ کوچني سوداګریز مارکیټونه جوړیږي، خو واک ته د طالبانو له راتګ سره دغه پرېکړه وځنډول شوه.»
ښاغلی ورکزي زیاته کړه: «له هغه مهاله چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړی ګړی زیات شوی دواړه خواوې پر یو بل د فشار د زیاتولو په موخه یو لړ خنډونه رامنځته کوي، که پاکستانی لوری د ویزو په ورکړه، د کډوالو په ایستلو او د افغانستان په سوداګریزو توکو د مالیې پر زیاتولو فشار زیاتوي، ورسره طالبان بیا د دغسې پرېکړو په شا کیږي او په دې توګه پاکستان ته زور ښکاره کوي.»
خو په ټوله کې دغه شان سیاسي ناندریو زیانونه د دواړو غاړو سوداګرو او ولسي خلکو ته اوړي، هر کله چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي کړکېچ زور اخلي ورسره هم مهاله سوداګریزه راکړه ورکړه کمیږي او د سوداګرو توکي د خوسا کېدو سره مخامخیږي، تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو سوداګرو له خپلو چارواکو غوښتي و چې سیاسي مسلې باید له سوداګریزو مسلو څخه لرې وساتي، خو د اوسني وضعیت څخه داسې څرک نه لګیږي چې د دواړو خواو تر منځ به سوداګري وده وکړي او یا به د پخوا په شان وغوړیږي.

ډېر لیدل شوي

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي
۱
ځانګړی

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۲

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۳

پاکستان د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې د چټکولو غوښتنه وکړه

۴

شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسله‌والې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي

۵

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې