• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: پاکستان هڅه کوي، چې په افغانستان کې د هند هر ډول رول محدود کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د طالبانو اړوند المرصاد رسنۍ وایي، پاکستان تل د هند او افغانستان تر منځ اړیکو ته د شک په سترګه کتلي او هڅه یې کړې چې په افغانستان کې د هند هر ډول رول محدود کړي.

د المرصاد له‌خوا په خپرې شوې لیکنه کې راغلي، د پاکستان پالیسيو نه یوازې دغه هېواد ته ډیپلوماتیک زیانونه اړولي؛ بلکې د افغانستان سره یې د پاکستان اړیکې هم پېچلې کړې دي.
په دې لیکنه کې په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وېکرم مسري ترمنځ لیدنې ته هم اشاره شوې ده.
په لیکنه کې راغلي، دغه لیدنه نه یوازې د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یوه نوي باب پیل کېدای شي؛ بلکې د پاکستان لپاره په یوه بل «ډیپلوماتیک چلېنج» هم بدلېدای شي.
د لینکې له مخې، د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي تل د تضادونو او ناسمو پرېکړو ښکار شوې.
دغه لیکنه زیاتوي، طالبانو تل د پاکستان د تمو پر وړاندې دا څرګنده کړې چې دوی د دغه هېواد تابع نه دي؛ بلکې خپلې خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ ته ژمن دي.
د دغې لیکنې له مخې، له همدې امله په کابل کې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې هم خړې پړې شوې او پاکستان یې په غبرګون کې د افغان کډوالو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي او په افغانستان کې یې بمبارۍ او بریدونه کړی دي.
په دغې لینکه کې دارنګه هند او پاکستان سره پرتله شوي او لیکل شوي، چې هند تل په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو او د افغانانو سره د اړیکو ساتلو هیله لرلې ده، افغانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي، سړکونه او روغتونونه یې رغولي او پاکستان بیا د طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو کې ستونزې جوړې کړي؛ خو هند بیا د طالبانو سره د خبرو اترو دروازې هم پرانیستې دي.
په لیکنه کې راغلي، طالبانو له هندي چارواکو سره په وروستۍ لیدنه کې دا پیغام ورکړی چې دوی د هند سره د خپلو اړیکو یو نوي باب پرانیزي.
د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د پاکستان له‌خوا پر طالبانو فشار راوړل او د دوی پر وړاندې له سختۍ کار اخیستل ګټه نه لري؛ بلکې دا به نور هم د اړیکو د خرابېدو لامل شي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي