• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: د ټرمپ حکومت امریکا ته د څه باندې ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې لغوه کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۰

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د ټرمپ د حکم له مخې، امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې چې په ‎کې د امریکايي پوځي همکارانو د کورنیو غړي هم شامل دي، لغوه شوي دي.

په دې ډله کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې په متحده ایالاتو کې د خپلو کورنیو سره یو ځای کېدو ته په تمه دي.

همدا ډول په دغه ډله کې هغه افغانان چې د متحده ایالاتو له پخواني حکومت سره د همکارۍ لپاره د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي هم شامل دي.
د رویټرز په وینا، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت چې د متحده ایالاتو د کډوالو د پروګرام څارنه کوي، تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د جګړې یو تجربه کار او د افغانانو د اېستلو د ملاتړ د یوې موسسې غړی شان ونډایور وویل: «افغانان او د هغوی ملاتړي په وېره کې دي. "نن دوی ما ته ډېر زنګونه ووهل او ما خپل ټلیفون څلور ځله چارج کړ."
هغه د ټرمپ د انتقالي ټیم سره خپلو خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه: "موږ دوی ته خبرداری ورکړ، چې دا کار به کېږي او دوی دا کار وکړ. موږ هیله لرو چې دوی بیا ځلې غور وکړي."
که څه هم رویټرز د شان ونډایور په حواله د افغانانو د دغې ډلې د الوتنې د لغوه کېدو خبر ورکړی، خو ونډایور په خپل اېکس کې د دغه راپور په غبرګون کې لیکلي، چې تر اوسه الوتنې نه دي لغوه شوي.
رویټرز لیکلي، اوسمهال زرګونه افغانان چې په امریکا کې د کډوالو په توګه د اوسېدلو لپاره منل شوي دي، د افغانستان په ګډون په درېیمو هېوادونو لکه پاکستان کې الوتنو ته په تمه دي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی